جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ۳ انسان تښتونکو د وژلو او ۵ نورو د نیول کیدو...

د ۳ انسان تښتونکو د وژلو او ۵ نورو د نیول کیدو خبر ورکړل شو

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) د طالبانو حکومت په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د ۳ انسان تښتونکو د وژل کیدو او ۵ نورو د نیول کیدو خبر ورکړی.

په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر ویلي، چې تېره شپه یې د جلال اباد ښار په قصبې سیمه کې د انسان تښتونکو پر کور عملیات کړي او ۳ تنه یې پکې وژلي.

هغه وژل شوي کسان تورن کړي، چې څه موده مخکې یې له ښار څخه یو زرګر تښتولی و.

سرچینې د تښتول شوي زرګر په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د ډاکټر بشیر په وینا، په یادو عملیاتو کې ۳ انسان تښتوونکي له دوی سره د مقاومت پر مهال وژل شوي او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.

 یو شمېر ځایي خلکو بیا تاند ته وویل، چې کرۍ شپه په دې سیمه کې درنه جګړه وه او شدت ته په کتو سره یې باور لري، چې په دغه کور کې داعشیان موجود وو او د طالبانو د عملیاتو پر وړاندې یې مقاومت کړی.

په وروستیو کې له ننګرهار څخه د داعش خلاف د ډېرو عملیاتو د ناسم رسنیز کیدو ادعاوې کیږي.

د ځایي خبریالانو په خبره، طالب چارواکي ډېر ځله د داعشیانو پر ضد عملیات د اختطافچیانو پر ضد په عملیاتو تماموي او د دا ډول خبرونو په خپرولو د دوی اعتبار ته زیان رسیدلی.

د یوه بل خبر له مخې: ‏د فراه د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې بېګاه یې په دغه ولایت کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی دی.

د دوی په وینا د پېښې په تور یې درې تنه نیولي او دوه نور په تېښته بریالي شوي دي.

 د فراه د عملیاتو په اړه هم نور جزییات نه دي رسنیز شوي.

د طالبانو له واکمنیدو سره که څه هم جګړه تر ډېره حده دریدلې او مرګ ژوبله یې خورا کمه شوې، خو جنایي پېښې او په خاص ډول انسان تښتونه او وسله والې غلاوې لا هم په مختلفو سیمو کې دوام لري، چې خلک یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب