جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجاپان د افغان ناورین د مقابلې لپاره ۱۰۹ میلیونه ډالره مرسته اعلان...

جاپان د افغان ناورین د مقابلې لپاره ۱۰۹ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) جاپان وایي، چې د افغان بشري ناورین د مقابلې لپاره له افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو سره یې ۱۰۹ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې یادې مرستې به د ۱۶ نړیوالو سازمانونو له لوري په مستقیم ډول د بشرپاله موخو لپاره ولګول شي.

روغتیا، خواړه او د پاکو اوبو برابرول د دغو پیسو د مصرف عمده برخې یادې شوي او هدف یې دا ګڼل شوی، چې په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د افغان کډوالو د ژوند د شرایطو له ښه کیدو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له ډلې ایران، پاکستان، تاجیکستان او ازبکستان هغه هېوادونه دي، چې له دې مرستو څخه به د افغان کډوالو د وضعیت ښه کیدو لپاره برخمن شي.

 له دغې مرستې به ۱۰۰ میلیونه ډالره افغانستان ته استول کیږي، ۴،۱ میلیونه به ایران، ۳،۷۲ میلیونه به پاکستان، ۰،۹۹ میلیونه به تاجیکستان او ۰،۴۳ میلیونه نور به ازبکستان هېواد ته ځانګړي شي.

څه موده مخکې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر هم کابل ته راغلی او یو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي وو.

طالبانو په کابل کې د جاپان د سفارت د زر پرانیستل کیدو خبر هم ورکړی و، خو په دې برخه کې عملي پرمختګ ونه لیدل شو.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس تر ۲۴ ميليونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري او که په عاجل ډول يې لاسنیوی ونه شي، میلیونونه ماشومان به د خوارځواکۍ له کبله مړه شي.

افغانستان د فقر او کرونا ترڅنګ په ژمي کې د ورښتونو له کبله د لویو لارو له بندیدو، د داخلي بې ځايه شويو د سرپناه له نشتوالي او نورو ستونزو هم ځوريږي.

افغانان په ډېر حسرت تمه لري، چې نړیوالې مرستې په عاجل ډول ور ورسيږي او د دغو ناورينونو له اغېزو يې خوندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب