شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد اسلامي هېوادونو کنفرانس، ط ديپلومات د جیمرونو له فعالیدو سره موبايل...

د اسلامي هېوادونو کنفرانس، ط ديپلومات د جیمرونو له فعالیدو سره موبايل غوږ ته نيولی و

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت لوړ رتبه مقام او د تشريفاتو رییس فدا محمد مدنې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو په فوق العاده غونډه کې د يوه نامترقبه عمل له کبله د پام او بحثونو ور ګرځيدلی دی.

 د راپورونه له مخې، د اسلامي همکارۍ سازمان د غونډی پر وخت طالب چارواکي په ناببره او د ديپلوماتيکو نورمونو برخلاف موبایل غوږ ته ونیوه او داسې یې وښودله چي په موبایل له چا سره خبري کوی.

دا په داسې حال کې وه، چې د پاکستان د غونډو په تالار کې د موبایل ټیلیفونو سګنالونه په بشپړه توګه غیر فعال شوي وو.

 سرچينې وايي چې د دغه طالب ديپلومات دا کوچنی عمل د ژورناليستانو او ګډونوالو د خندا سبب شو.

یوې پاکستانی خبریالې زرغونه شاه د تمسخر په بڼه وویل “د طالبانو موبایلونه د دسګنالونو د جام کیدو په حالت کي هم کار کوي“ .

سرچينې وايي، چې یوه بله بد نظمي او د پروتوکول خلاف کار دا وشو چې د ټولې اسلامي نړي هیوادونه د افغانانو لپاره را ټول شوی و، خو  د مولوي امیر خان متقی په مشرۍ د طالبانو پلاوی د رسمی غوڼډی له پیل څخه ۳۳ دقیقی وروسته د غونډی تالار ته ننوت.

د خبریالانو د ناستې په ځای کی پاکستاني خبریال یوه افغان خبریال ته چې څنګ په څنګ ناست ول د پیغور په ډول وویل “ مړه موږ ټول دنیا نه تاسو (افغانانو) نه خیرات غواړو خو ستاسو هییت غوڼدې ته هم په خپل وخت ځانونه نه شی رارسولی مړه ناراستو .”

د طالبانو د پلاوي بل غړي ولي الله شاهین بیا د خپل اوږد کوټ له کبله ( چې په واورین موسم کې اغوستل کيږي) ګډونوالو ته جالب و.

 یوه پاکستاني خبریال وویل “طالبان د موسم وړاندوینې نه ګوري، د اسلام اباد تودې هوا ته هم د کابل واورین او دورند اوږد کوټ سره راغلي “

طالبانو بيا په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب