سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+ناسا خورا قیمتي ټیلسکوپ فضا ته لېږي

ناسا خورا قیمتي ټیلسکوپ فضا ته لېږي

تاند- ناسا غواړي راتلونکې جمعه (دسمبر ۲۴) خپل نوی ټیلسکوپ فضا ته ولېږي.

د انډیپیندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې رييس بیل نیلسن وايي، د جیمزویب په نوم نوی فضايي ټیلسکوپ به د کرسمیس په شپه (د دسمبر ۲۴مه) فضا ته وتوغول شي.

د اروپا اریان توغندی به د جنوبي امریکا له فرانسوي ګینې څخه دا قیمتي ټیلسکوپ فضا ته ولېږي.

ټاکل شوې وه چې دا ټیلسکوپ تېره اوونۍ فضا ته لېږل شوی وای خو د تخنیکي ستونزو له کبله راتلونکې جمعې ته وځنډېد.

د جیمز ویب په نوم نوی ټیلسکوپ په ۱۰ ملیارد ډالره جوړ شوی او د هابیل ځای به ونیسي. په هابیل ناسا ډېرې سیارې او کهکشانونه کشف کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی