جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل کې چاودنه، يو تن وژل شوی ۳ ټپيان دي

کابل کې چاودنه، يو تن وژل شوی ۳ ټپيان دي

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏ ‏ د کابل ښار د دويمې حوزې اړوند په برکي څلور لارې کې نن ماښام د يوې چاودنې غږ اوریدل شوی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه چاودنه په یوه موټر کې د ګاز ډبې له کبله رامنځته شوې ژ چې پکې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

خپلواکو سرچینو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په کابل ښار کې له څو ورځو راهيسې بيا د چاودنو او مرګونو خبرونه زيات شوي.

پرون د‌ کابل ښار په کارته پروان سيمه کې پر مشهور ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد چاودنه شوې وه ژ چې د هغه تر څنګ ۳ تنه نور يې ټپيان کړي وو.

نن د کابل د‌ عربي دارالعلوم آمر مولوي بسم الله شاکر د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې ناڅرګندو وسله والو په ډزو وواژه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...