یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمتقي د فضل الرحمن دربار ته د دعا اخيستو او مننې لپاره...

متقي د فضل الرحمن دربار ته د دعا اخيستو او مننې لپاره ورغلی

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره په یوه بوخت سفر تللی، له کنفرانس څخه مخکې د طالبانو د يوه معنوي پلار او مرشد مولانا فضل الرحمن دربار ته ورغلی.

پاکستاني رسنيو د هغه د دغه ورتګ ویډیوګانې خپرې کړي او ويلي، چې په دې لیدنه کې امیر خان متقي له مولانا فضل الرحمن څخه په نړیواله کچه د طالبانو د همیشني ملاتړ له کبله مننه کړې او فضل الرحمن دعا ورکړې، چې په افغانستان کې جوړه شوې اداره یې کاميابه شي.

مولانا فضل الرحمن د اکوړه خټک د حقانيه مدرسې له بنسټګر مولانا سميع الحق څخه وروسته د طالبانو دویم معنوي پلار ګڼل کېږي.

هغه تل په خپلو ویناوو کې د افغانستان د جمهوري نظام خلاف د طالبانو د جګړې ملاتړ کاوه او « جهاد» بې باله.

فضل الرحمن، خپله په پاکستان کې د جمهوري نظام له سرسختو ملاتړو څخه دی، چې اوږده موده د ټاکنو له لارې د پارلمان غړی پاتې شوی او يو ځل خو یې د ولسمشرۍ څوکۍ ته هم نوماند شوی و.

هغه، چې د پاکستاني استخباراتو له سترو مفتیانو ياديږي، په دې تورن دی چې د همدغې شبکې په امر یې افغانستان ته د پاکستاني سياستونو د عملي کیدو لپاره د طالبانو ډله رامنځته کړې او د یوه مذهبي مرشد او معنوي پلار رول یې ورته ادا کړی دی.

فضل الرحمن او د پاکستاني استخباراتو نور مفتیان له دې کبله تر سختو نيوکو لاندې دي، چې په پاکستان کې د واکمن انګريزي قانون او نظام د نسکورولو او شرعي نظام د حاکمولو لپاره د پاکستان د تحريک طالبان د جهاد تخریب کوي او د افغانستان د طالبانو په شان هغوی ته د ملاتړ لاس نه ورکوي.

طالبانو د فضل الرحمن دربار ته د ملا متقي د ورتلو په اړه ملت ته وضاحت او قناعت نه دی ورکړی.

په وروستيو کې د پاکستاني سياستونو او اجنداوو د عملي کولو او د پاکستان په پینځمې صوبې د افغانستان د بدلولو په هڅو د طالبانو د تورنیدو ادعاوې زياتې شوي.

دغه ډله بيا ځان خپلواکه ګڼي او په دې اړه پر خپل ضد څرګندونې بې بنیاده بولي.

2 COMMENTS

  1. مولانا مفتي محمود :
    د مولانا فضل الرحمان پلار محفتي محمود ويلي وو چې ((شکر دی چې د پاکستان د جوړولو په ګناه کې ما ګډون نه دی کړی او په دغه ګناه کې زه ورسره شريک نه يمه.)) او غفار خان بابا خو دا ويلي وو چې ((د پاکستان جوړول دا د انګرېزانو يوه دسيسه وه.))
    زه نه پوهېږم چې زموږ د متقي صاحب به دغه خبره ياده وي او يا نه، خو زوی يې بيا تل زموږ د مجاهدينو او بيا د همدې طالبانو په ملاتړ د پاکستان په ګټه او د افغانستان په تاوان فتواوې ورکولې. ان تر دې چې د همدې طالبانو د مخکېني رژيم د پرزولو په وخت کې يې د دوی په ملاتړ او خواخوږۍ هېڅ غږ پورته نه کړ، نو نن دی څه شي ته دوعا ته ورځي؟
    ګيلي ورته کوي که څه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب