لیکوال: پوهنیار حاجي محمد هوډ
په کومه ژبه چې نن خبرې کوئ، اصل او نسب لري چې دغه اصلیت په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لږ تر لږه لسګونه زره کلونه وړاندې په آفریقا کې د انسان د ژبې له زېږیدو سره اړوندېږي، همداراز اوسمهال هم په بېلابېلو طریقو نوې ژبې زېږي او په عین حال کې، ډېری ژبې مري او منسوخېږي. کم تر کمه د نړۍ نیمې ژبې (او یا هم ډېرې) به ډېر ژر له منځه لاړې شي. تاسو ته په دې مقاله کې د سکې دواړه مخونه درښیم: دا چې ژبې څنګه نړۍ ته راځي او څنګه مري.
د بشر ژبه څنګه پیل شوه؟
نور هېڅ شی هم د ژبې په اندازه د انسان ځانګړنه نه شي ښودلی، خو آیا بشر له اوله تر ازله ژبه لرلې؟
د ژبپوهانو ترڅنګ، انسان پېژندونکي، لرغون پېژندونکي، بیولوژیستان، ارواپوهان او د کمپیوټري علومو پوهانو د بشر د ژبې په باب داسې سناریو مطرح کړې: د ژبې منځ ته راتګ لپاره دوه تغییرونه چې یو پر بل اغېز کوي اړین دي. چې یو یې د انسان په اناتومۍ کې تغیر دی: د انسان د خبرو مجرا لوړه شوې او مغز یې غټ شوی او دویم د انسان په فرهنګ پورې اړوندېږي: وسایل، ټکنالوژي، ټولنیز وسایل او هنر، دا ټول پېچلي شوي. خو له دومره پوهانو سره بیا هم انسان په دې نه دي پوهېدلی چې ژبه څنګه او ولې په دغو تغیراتو کې رول درلوده.
د دې لپاره چې په دې پوه شو چې په لومړي ځل د بشر ژبه څه وخت، چېرې، څنګه او ولې رامنځ ته شوه. باید په دې پوه شو چې ژبه څنګه او د څه لپاره جوړه شوې ده. دا چې د ژبې د زده کړې څرنګوالی، فرهنګ او تکامل یو پر بل اثر غورځوي، د ځواب موندلو لپاره څېړونکو په ماشومانو کې د لومړۍ ژبې زده کړه څېړلې او تر څنګ یې، د لرغوني بشر د ژبې او د اړیکو ټینګولو نظامونه له نني بشر سره پرتله کړي.
تکاملي ژبپوهنه بیا دې ته د ژبې یو ډول تکامل او یا د ژبې یو ډول تکوین هم وایي، د اولیه انسانانو د ژبې (لومړنۍ ژبه) د ننیو انسانانو په ژبې د اوړون ډول په څېړنې باندې پیل کوي، تاریخي ژبپوهنه بیا د اوسنیو انسانانو د ژبو تاریخ پیدا کوي او پېژني یي.
خبرو ته آماده کیدل
تاسو د یو ځیرک انسان په توګه د زمکې په کره کې له میلیاردونو انسانانو سره تړاو لرئ. ستاسو جنیتیکي رېښې ۲۰۰ زره کلونه مخکې، یعنې په آفریقا کې د لومړنيو انسانانو په ظهور پورې رسېږي.
فوسیلي اسناد ښیي چې له نن څخه ۲ میلونه کلونه مخکې بشر شتون درلود. او د ځیرک یا ننني انسان ظهور له نن څخه ۲۰۰ زره کلونو ته ورګرځي، خو خبرې چېرې هم فوسیلي آثار تر شا نه پرېږدي، نو د همدې له پاره چې انسان د لومړي ځل لپاره څه وخت خپل خوله په خبرو وازه کړه پرې پوهیدل ګران کار دی، ژبپوهانو د ژبنۍ بیارغونې له ډولونو څخه په کار اخیستنې سره چې هغوی سره د دې مرسته کوي ترڅو د تاریخ په اوږدو کې د ژبنیو بدلونونو د څرنګوالي په اړه څرکونه پیدا کړي، هغه ژبې چې اوس په نړۍ کې پرې خبرې کېږي پیداښت یې۱۰زره کلونه مخکې ښیي. خو په دې نه پوهېږي چې څو کاله وړاندې له هغې ژبې شتون درلود. په هغه څه چې پوهان پوهېږي، هغه دا دی چې د څېرې د بدلون په پایله کې بشر په خبرو کولو توانیدلی.
د انسان د مغز وده
انسانان د ژبې د تولید او د هغې د درک لپاره غټو مغزو ته اړتیا لري او زموږ مغز د بشر د تکامل په اوږدو کې درې برابره غټ شوی، ۲ میلونه کاله مخکې د انسان مغز ۵۰۰ سانتي متره مکعب و، چې اوس ۱۳۰۰ سانتي متره مکعب ته رسېږي، خو غټ مغز انرژۍ ته اړتیا لري. چې د انسان د ټول وزن ۲٪ یې ځانته ځانکړی کړی، خو د وینې ټول جریان ۲۰ سلنه استفاده کوي.
د خبرو د مجرا وده
د انسان د خولې او تنفسي مجرا اناتومي په داسې ډول طراحي شوې چې د خبرو تولید یې آسانه کړی، په دې برخه کې دوه پرمختګونه رامنځ ته شوي.
لومړی د خولې مجرا ژوره شوې: تر ۲۰۰ زره کاله مخکې هومینیدیانو نني انسان ته ورته کوپړۍ درلوده، د وخت په تېریدو د خولې او ستون فقرات تر منځ فاصله زیاته او د خولې قطر هم ژور شو. دغه تغیراتو د خولې قطر خبرو ته آماده کړ، خو خلکو کولای شول چې یوازې ځینې غږونه تولید کړي. په دې حالت کې د هوا جریان د تنفس پر وخت له پزې څخه کیده او خواړه د خولې له لارې ستوني ته تله.
حنجره راټیټه شوې: دغه بدلون د حلق په نامه یوه فضا رامنځته کړه چې د خولې او حنجرې ترمنځ ځای لري، حلق د ستون فقرات سره په موازي توګه او د خولې د چقري ښې زاویې ته ځای لري اوس ژبه په راحتۍ سره بېلابېل آوازونه تولیدولی شي او کولی شي چې هم د خولې او هم د پزې له لارې هوا وباسي. په لاندې عکس کې (ښې خواته) د مدرن انسان د خبرو کولو مجرا یې د (کیڼ خوا) شامپانزې سره پرتله شوی دی.
د انسان په اناتومۍ کې بدلون د دې لامل شو چې په خبرو کولو وتوانېږي، خو نور اړخونه هم لري. غټ مغزونه غټ سرونو ته اړتیا لري او غټ سر د بچي زېږول له ستونزې سره مخامخ کوي نو ځکه د لومړنیو انسانو اوسنۍ میندې زیاتې له خطر سره مخامخ وي. حنجره راټیټه شوې په دې مانا چې انسانان نه شي کولی هم مهاله هم خوراک وکړي هم تنفس وکړي او دا کړنه ستوني ته د خوړو مړۍ په ننوتو سره د خپه توب یا نفس بندوالي خطر له ځان سره لري.
د کلتور بدلون
ځینې په دې باور دي چې ژبه، د ټولنېز ګډون مفهوم جوړوي، ځینې په دې باور دي چې د ټولنیز ګډون مفهوم، ژبه رامنځ ته کړې. دا بحث داسې پوښتنه راولاړوي چې لومړۍ چرکه وه که هګۍ! هر یوه چې لومړی ظهور کړی وي، دا مسله روښانه ده چې د ټولنیزو جوړښتونو ظهور لا پېچلي او ژبه، یو له بل سره تړاو لري. هغه موارد چې اوس په دې اړه منځ ته راغلي پرې پوهېږو:
۱ـ د هدفمندو وسایلو جوړول: انسانانو د ځانګړو موخو لپاره د ځینو وسایلو په جوړولو پیل وکړ، د ویشتلو غشي، د حکاکۍ وسایل، د چاکو تېغه، د سوري کولو او کند کیندلو وسایل. دا د عمومي وسایلو د جوړولو بدلون و چې ځانګړې بڼه یا ځانګړی کاریال یې نه درلود، د نوو موخیزو وسایلو د جوړولو پر لور؛
۲ـ نوې ټېکنالوژي: انسانانو د وسایلو د جوړولو لپاره د بېلابېلو توکو لکه هډوکو څخه ګټه واخیسته، هغوی همداراز د ځینو وسایلو لکه دارت او زوبین، د کبانو نیولو وسیله، تیلي څراغ، تناب او ستن څخه په ګټه اخیستنه پیل وکړ.
۳ـ ټولنیز سازمان: انسانانو ګډ او ټولنیز ژوند پیل کړ، موسمي خونې یې جوړې کړې، د کال په مختلفو فصلونو کې د بېلابېلو خوراکي توکو ګټه واخیستله، په ګډ ښکار کې یې ګډون کاوه او خوراکي توکي یې د راتلونکي لپاره ذخیره کړل. د خوراکي توکو له شتون څخه ډاډمن شول، او وسایل تخصصي شول، د پېچلو ټولنیزو ټولنو څخه ملاتړ وکړ. په همدې ترتیب، د ټولنو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیل شوې.
۴ـ د هنري آثارو رامنځ ته کیدل: په دې دوره کې هنري آثار رامنځ ته شول، د بېلګې په توګه، په فرانسه کې د سمڅو نقاشي څخه یادونه کولی شو (۳۳زره کاله مخکې له میلاد څخه). وروستۍ سترې موندنې چې د جرمني په هوهل ښار کې د ونوس کوچنۍ مجسمه وه. چې د دې مجسمې په څنګ کې د هډوکي فلوت هم وموندل شو چې د دې دواړو تاریخ ۳۵زره کاله مخکې له میلاد پورې تړاو لري.
د نوو ژبو د زېږیدو لارې
نوې ژبې تل ویلو او لیکلو په بڼه ظهور کوي. په لاندې شکل کې د ژبو د پیدایښت درې لارې درښودل شوي دي ـ له مور ژبې څخه د خور ژبې منځ ته راتګ، د ګډوله (کریول) ژبو پیدایښت چې له څوګونو یا والدین ژبو څخه منځ ته راځي او په ناڅاپي ډول د ژبې منځ ته راتګ. ژبپوهانو د دې ډول نوې ژبې پیداښت په باب څېړنې کړي، د هغو د موندنو پر اساس، ماشومان د ژبې د پیدایښت په درېواړو روشونو کې مهم رول لوبوي. خور ژبې هغه وخت ظهور کوي چې د ماشومانو نسل کوچنی بدلون رامنځ ته کړي، او دغه بدلون معینې کچې ته ورسېږي. د وخت په اوږدو کې، د ژبې بدلون او تنوع کولی شي چې یوه بله ژبه منځ ته راوړي، د ډېر کوچني بدلون په منځته راتګ سره، یوه نوې خور ژبه زېږېږي.
ګډوله ژبې هغه وخت منځ ته راځي چې ماشومان د څوګونو ژبو په تکلم کې قرار ولري، هغه یو له بل سره ترکیب کوي او یوه نوې ژبه رامنځ ته کوي، د اصلي یا ورودي ژبې په نشتون کې، ماشومان په خپله نوې ژبه اختراع کوي.
په کورنۍ کې پاتې کیدل: خویندې ژبې
وخت په اوږدو کې، د ژبې بدلون او تنوع کولی شي چې یوه بله ژبه منځ ته راوړي، د ډېر کوچني بدلون په منځته راتګ سره، یوه نوې خور ژبه زېږېږي.
د ېوې کورنۍ ډیری ژبې، د یوې کورنۍ د بچیانو غوندې یو بل ته ورته وي؛ مثلاً یو انګلیسي ژبی د (مور) کلیمې ته Mother او یو آلمانی ژبی Mutter وایي. فرانسویان خیدک (پنېر) ته Fiômage وایي او ایټالویان Formaggio. په «پلینزکري» ژبه کې «ښځې» ته iskwêw وایي او په «اوجیبوا» (د آمریکا قارې څخه یوه ژبه ده) ikwe. د «سیند» معادل کلیمه په مایوري ژبه کې tai او هاوایي وګړو ترمنځ kai دی.
دغه ورتوالي دا ښیي چې دغه جوړې ژبې سره کورنۍ اړیکې لري، تاریخي ژبپوهنه د ژبې لرغونپېژندنې د یو ډول څخه ګټه اخلي چې تطبیقي روش بلل کېږي، او دا ښیي چې ژبې څنګه یوه له بلې سره اړیکې لري او د تاریخ په اوږدو کې بدلون مومي. ژبپوهان د خپلو مطالعاتو په نتیجه کې د ژبو ترمنځ تاریخي اړیکو کې نه یوازې د ژبو د تاریخ اړوند موندنې کوي، بلکې د بشر د تاریخ اړوند با ارزښته اطلاعات هم لاسته راوړي.
د رومیایي ژبو کورنۍ: د لاتین خویندې ژبې
ننۍ رومیایي ژبې، له اسپانیایي، فرانسوي، ایتالیایي، رومانیایي او کاتالان څخه عبارت دي، دا ټولې د عامیانه لاتین ژبې خویندې دي، عامیانه ژبه «د بې ادبانه لاتین» په مانا نه ده بلکې د عادي خلکو ژبې ته وایه شي، لکه د سرتېرو، کډوالو او سوداګرو چې د روم امپراتوري ته یې کار کاوه، د ۵۰۰ کاله یعنې د ۳۵۰ ق.م څخه تر ۱۵۰ میلادي پورې لاتین ژبه به غربي اروپا کې غالبه ژبه وه، په پنځمه پېړۍ کې د روم له امپراتورۍ د له منځه تګ څخه وروسته د لاتین ژبې محلي بڼې لا منزوي شوې او یو له بلې سره متفاوتې شوې او په سرعت سره په نورو ژبو واوښتې. تر ټولو لرغونې او مشره خور ژبه چې ثبت شوې رومانیایي ژبه ده. چې تاریخ یې ۱۵۰۰ کاله مخکې ته رسېږي. دغه ژبه لومړنۍ ژبه ده چې د ۵۰۰ میلادي په حدودو کې له لاتین څخه جلا شوه، په لاندې جدول کې د نورو بېلابېلو ژبو چې د رومیایي خور ژبې بلل کېږي او نن په هغو ډېر خلک خبرې کوي راوړل شوي:
له کورني پولې ور آخوا: ترکیبي یا ګډوله ژبې
ګډوله یا (کریول) ژبې پیدایښت له څوګونو یا والدین ژبو څخه په ناګهاني ډول کېږي، د ژبپوهانو د موندنو پر اساس ماشومان په درېواړو روشونو کې مهم رول لوبوي، آمېخته ژبې هغه وخت منځ ته راځي چې ماشومان د څو ژبو څخه کار اخلي او په چاپیریال کې څو ژبې حاکمې وي، هغه په خپل منځ کې ترکیب کوي او یوه نوې ژبه جوړوي، تقریباً ۱۰۰ ژبې په ۱۵۰۰ کال کې منځ ته راغلې چې انګلسي او فرانسوي یې تر ټولو ښه اساس دی، تر ټولو زیات ویونکي چې لري (هاییتي) ژبه ده چې له لس میلونو زیات وګړو مورنۍ ژبه ده.
ګډوله ژبې څنګه منځ ته راځي؟
ګډوله ژبې هغه وخت منځ ته راځي چې ژبې یو له بله سره ټکر وکړي. دا ډول ژبې په هر ځای کې پیدا کېږي، د ژبو د انقلابونو د اولګوګانو لپاره تر ټوله غوره اسنادي منابع هم دي، خو پوښتنه دا ده چې ګډوله ژبې څنګه رامنځ ته کېږي؟ هغه ټولنې چې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي، غالباً په خپل منځ کې منظمې اړیکې لري، روښانه ده هرڅوک غواړي چې دوه ژبی اوسي؛ خو که چېرې په دغه ټولنه کې ژور ټولنیز او اقتصادي توپیرونه شتون ولري، د بېلګې يه توګه د برده دارۍ وضعیت درلودل، چې هېڅ لوری یو د بل ژبه نه زده کوي، نو د همدې لپاره بله لاره شته چې د دواړو ژبو د ځانګړنو پر اساس، نوې ژبه رامنځ ته شي، د بېلګې په توګه د غلامانو په سوداګرۍ کې د اروپایي او افریقایي ژبو تعامل د اطلس سمندر له یوې غاړې تر بلې غاړې چې له ۱۶۰۰م کال څخه تر ۱۸۰۰ م کال پورې رسېږي، د دې باعث شو چې په میلونونو کسان له افریقا څخه کربین او امریکا ته ولاړ شي. د ژبپېژندنې له نظره د دې کړنې په نتیجه کې څو آمېخته ژبې رامنځ ته شوې، له دې جملې ژبو یوه یې هم هائیتي او جامئیکا آمېخته ژبې وې، په داسې حال کې چې ژبپوهان په شدت سره د ګډوله ژبو د پیدایښت د طرز په اړه د نظر اختلاف لري، خو د دې موضوع په اړه هم عقیده دي چې د امېخته ژبې د منځ ته راتګ لپاره څو ورودي ژبو ته اړتیا ده چې یوه له دې ژبو څخه د اساسي ژبې دنده پر مخ وړي. په داسې حال کې چې د هائیتي آمېخته ژبې لپاره فرانسوي ژبه د اساسي ژبې په توګه ده، د جامائییکا ګډوله ژبې لپاره اساسي ژبه انګلیسي ده.
ګډوله ژبې له هرې ژبې چې یې ډېر لغات ځان ته خپل کړي وي په هماغه اساس طبقه بندي کېږی، ژبپوهان ګډوله ژبه د لغاتي ژبې (Lexifier Language) په نامه یادوي، اوسني ګډوله ژبې چې شمېر یې اویا ته رسېږي د نهه ژبو پر اساس یې جوړښت موندلی.
اوسنۍ ګډوله ژبې چې شمېر یې اویا ژبو ته رسېږي، د ۹ ژبو پر بنسټ او اساسوالي تشکیل شوي، چې په لاندې ګراف کې یې لیدلی شئ:
له ورودي پرته د ژبې منځ ته راتګ: د ژبې پیدایښت
یوه له اساسي لارو څخه د نوې ژبې رغول دي، له هېڅ څخه ژبه جوړول، او دغه چاره هغه وخت ترسره کېږي چې راتلونکي نسل ته د ټاکلې ژبې انتقال په ټپه ودرېږي. دغه مسله معمولا د اشاره ژبې په برخه کې منځ ته راځي، ځکه کاڼه ماشومان د تقلید لپاره الګو نه لري.
چې په دې برخه کې (السیدبدوئین اشاره ژبه) او (نیکاراګویه اشاره ژبه)
د ژبو له منځه تلل؛ ولې او څنګه دغه راز پېښه رامنځ ته کېږي؟
برسېره پر دې چې نوې ژبې زېږېږي، زړې ژبې په بشپړ سرعت سره مري. په حقیقت کې د ژبو د له منځه تللو پراخه لړۍ نوې پیل شوې ده؛ چې ستاسو د بچیانو او یا د لمسیانو پر وخت به کم تر کمه له ۵۰ تر ۹۰ سلنو ننۍ متداولې ژبې به له منځه تللي وي.
د بدلون په اثر د ژبو له منځه تلل
ځینې ژبني انقراضونه معمولا بده پېښه نه ده، ژبې تل بدلون مومي او د وخت په تېریدو سره په نورو ژبو اوړي. مثلا، انګلیسي ژبه د تېرو زرو کلونو په اوږدو کې دومره بدلون موندلی چې نني ویونکي نشي کولی له ځانکړې زده کړیزې دورې د سرته رسولو پرته پر زړه انګلیسي پوه شوي؛ په حقیقت کې یوازې ۱۰ سلنه کلیمې له لرغونې انګلسي څخه نوې یا معاصرې انګلسي راپور کړي دي! په داسې حال کې انګلسي ژبه یوه مړه ژبه نه بلل کېږي، ځکه د لور ژبې په توګه په نوې بڼه خپل تکامل او ژوند ته دوام ورکوي. ځینې وخت د ژبو دغه ډول طبیعي بدلون او له مسیره وتلو ته ژبپوهان چوپتیا ته ورته کړنه یعنې (Pseudoextinction) وایي؛ ځکه په داسې شرایطو کې د ژبې زړه بڼه له منځه ځي، خو اما ژبه همداراز د نوي ښاخ په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکوي.
د ژبو د له منځه تللو ژوره بڼه هغه ده چې ژبه په هېڅ صورت کې و نه لېږدول شي. په داسې حالت کې د مورفیمونو، غږونو ټول نظام او د یوې ژبې جوړښتونه له منځه ځي. دغه امر معمولاً په آرامۍ او په تدریجي ډول فرهنګي ورته والی رامنځ ته کېږي. یوه ژبنۍ ټولنه کولای شي چې خپله ژبه د څو نسلونو په تېریدو کې په تدریجي ډول له لاسه ورکړي. په لومړي سر کې د دې ټولنې ډیری خلک دوه ژبي دي، هم په خپل ژبه او هم په بله نوې ژبه خبرې وکوي. خو د وخت په تیریدو سره اقتصادي او ټولنیزو فشارونه خلک دې ته مجبوروي چې د خپل ژبې څخه د ژوند په لږو او لږو برخو کې ترې ګټه واخلي، تر دې کچې چې ماشومان نور دغه ژبه د مورنۍ ژیې په توګه نه زده کوي.
د ژبو اوسنی وضعیت
د نړۍ ژبې د هغو د ویونکو د کمیت پر اساس په دوه برخو، خوندي او د انقراض ګواښ سره مخامخ ډلو باندې نه شو وېشلی، ځکه د دې احتمال شته چې د کمو ویونکو درلودونکې ژبې هم په بشپړ ډول خوندي یا برعکس، هغه ژبې چې د ډېرو ویونکو درلودونکې دي د انقراض له خطر سره مخامخ وي، خو ژبپوهان د یوې ژبې خوندیتوب د دې پورې تړي چې څو تنه ماشومان د یادې ژبې په زده کړه بوخت دي.
خوندي ژبې: هغه ژبې چې په طبیعیي توګه له مور او پلار څخه ماشومانو ته لېږدول کېږي، داسې انګیرل کېږي چې دغه امر په ابهام آمېز ډول دوام پیدا کوي، انګلسي، ماندارین او ډیری اروپایي ژبې خوندي دي او همداراز د نیجر ـ کنګو ژبه د آفریقایي ژبو له کورنۍ چې یوربایي او سواحلي په کې شاملې خورا خوندي دي. ډیری ژبپوهان داسې پیشبیني کوي چې نن یوازې لس سلنه ژبې یعنې (شپږ سوه ژبې له ۶ زره تقریبي موجوده ژبو څخه) په ایمن یا خوندي ژبو کې بلل کېږي.
د له منځه تلو ګواښ لاندې ژبې: ځینې ماشومان یوه ژبه د مورنۍ ژبې په توګه زده کوي خو ممکن هغه خپلو بچیانو ته ور زده نه کړي، چې د دې جملې (د امریکا شمال) د لویې دښتې د (Blackfoot) ژبه چې ۴۵۰۰ ویونکي لري خو د انقراض له جدي ګواښ سره مخ ده، همداراز په اندونزیا کې ځینې ژبې په داسې حال کې چې په لسګونه زره ویوونکي لري، د نورو غالبو ژبو د رواج موندلو په وسیله د له منځه تلو ګواښ لاندې دي. ژبپوهان په دې عقیده دي چې د نننیو ژبو ۶۰ تر ۸۰ سلنو چې (۳۶۰۰ تر ۴۸۰۰ ژبې د مجموعه ۶ زره ژبو څخه ) په دې کته ګورۍ کې شاملې دي.
د احتضار په حال کې ژبې: دا هغه ډول ژبې دي چې عمداً زوړ نسل په هغې خبرې کوي، خو ماشومان یې نه زده کوي، داسې ژبې ممکن د سپین ږیرو د مرګ سره سمې مړې شي، چې په برازیل کې د (آنابه) ژبه یې ښه مسال دی چې ۷ تنه ویونکي لري، د یادونې ده چې دغه ژبه په بېړه د مرګ خواته روانه ده، ژبپوهان داسې محاسبه کوي چې ګویا ۲۰ سلنه (د ۶ زره ژبو له جملې ۱۲۰۰ هغه ) ژبې د احتضار په حال کې دي. د له منځه تلو ګواښ لاندې ژبو او د احتضار په حال کې د ژبو تر منځ د مرز تعینول سخت کار دی؛ نو د همدې لپاره ځینې داسې وایي چې د محتضرې ژبې ۵۰ سلنه ته رسېږي.
خاموشې (منسوخ) ژبې: منسوخې ژبې هغو ژبو ته ویل کېږي چې هېڅوک د مورنۍ ژبې په توګه پرې خبرې نه کوي، پوهان او لویان یې کیدای شي تر یوې کچې زده کړي خو څوک یې د مورنۍ ژبې په توګه نه زده کوي. هیتي ژبه یو له زړو بېلګو څخه بلل کېږي چې په ۱۱۰۰ ق م کې له منځه تللې او منسوخ شوې ده، البته که دا ډول ژبې لیکنۍ بڼه و نه لري نو وروسته له منسوخیدو یې د هغې په اړه ډېر معلومات نشو لاس ته راوړی، د هغو ژبو شمېر چې په دې وروستیو کې منسوخې شوې دي مخ په ډېریدو دی. د اکابو ژبه چې د بنګال خلیج په جزیره کې (د هند یوه برخه) د دود په توګه پرې خبرې کیدې، د دې ژبو یوه بېلګه بلل کېږي. د آکابو ژبې وروستی ویوونکی په ۲۰۱۱ م کال کې وفات شو.
د دې ډول ژبو د فیصدۍ تعینول د نړۍ په تولو ځایونو کې یو ډول نه دی؛ مثلا، ویل کېږي چې ۹۰٪ د متحده ایالاتو، کاناډا او استرلیا ژبې یا د احتضار په حالت کې دي یا منسوخې شوي دي. خو ژبپوهان داسې انګیري چې د جنبوبي امریکا یوازې ۲۷ سلنه ژبې او مرکزي امریکا او مکزیک ۱۷ سلنه ژبې کیدای شي یا د احتضار په حالت کې دي یا منسوخیدو په حالت کې. خو د ټولې نړۍ په ګوټ ګوټ کې دا روال ښکاره دی، په داسې حال کې چې سلګونه ژبې خپل ژوند ته ادامه ورکوي، په راتلونکې پېړۍ کې به تر ۳۰۰۰ پورې ژبې منسوخې شي.
د ژبې د تنوع وژنه
دا چې نن ډېری ژبې مري یا د انقراض له خطر سره مخامخ دي، اتفاقي خبره نه ده. د ټکنالوژۍ بدلون او نړیوال کیدل، داسې شرایط رامنځ ته کوي چې کوچنۍ ټولنې ضعیفه او زیانمنې کړي.
د دولتي ژبې په توګه ټاکل: ځینې فاتحان د خپل ژبه د عمومي ژبې په توګه تحمیلوي، دا په دې مانا که چېرې غواړئ چې پر سیاست او سوداګرۍ باندې نفوذ ولرئ، لازمه ده چې په رسمي ژبه خبرې وکړئ، همدا کار د دې سبب کېږي چې فرهنګي ورته والی ترویج شي، همدا علت دی چې نن مصریان په عربي ژبه خبرې کوي، په ۶۴۰ میلادي کال کې د عربو په لاس د دې هېواد فتحه د دې لامل شوه چې د مصر رسمي او دولتي ژبه عربي شي او قبطي ژبه په بشپړ ډول مدغم او ورته شي، معمولاً ملتونه په همدې ډول په لسګونه محلي ژبې د یوې رسمي یا منځګړې ژبې په ټاکلو سره ګوښه کوي، د بېلګې په توګه: په چین کې ماندارین، په برازیل کې پرتګالي او په اندونزیا کې باهاسا (مالایي) ژبې.
د زده کړې ژبه: معمولاً دولتونه د سیمي غالب فرهنګونه په واک کې لري او ممکن د خپل ژبه د زده کړې ژبې په توګه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ټاکي. دا کړنه دوه پیغامه لرلی شي، یو دا چې مغلوبه ژبه د ماشومانو د ژوند له لویې برخې څخه حذفوي او دویم دا چې غالبې ژبې ته د زده کړې د تایید اعتبار ورکوي.
سوداګریزه ژبه: خلک د سوداګرۍ لپاره ګډې ژبې ته اړتیا لري، او نړۍوال سوداګریز نظام د کم شمېر ژبو سره اسانه عمل کوي، که چېرې ستاسو بچیان داسې تجارتي ژبه زده کړي څومره به ژر د کار خاوند شي؟ د بېلګې په توګه که چېرې انګلسي ژبه زده کړي علومو ته د لاس رسۍ په برخه کې به څومره ګټوره تمامه شي او همداراز به کارموندنې په برخه کې څومره مرسته ورسره وکړای شي. او همدارنګه د محلي ژبو په پرتله به انګلسي ژبه ورته د ارزښت او پام وړ وي، چې دا کار به د محلي ژبو په زیان وي.
د رسنیو اغېز: د لوی او بډای اقتصاد او سوداګرۍ ژبې په ټلویزیون، راډیو، فلمونو او بازارونو واګی لري، د بېلګې به توګه د نړۍ مشهور فلمونه په کومو ژبو دي او یا په کومو ژبو دوبله شوي دي، ستاسو بچیان د هماغو ژبو زده کول غواړي. او دا کړنه د محلي ژبې د کم ارزښت توب سبب ګرځي او ځوانان په دې فکر کې اچوي چې نوره یې خپله ژبه دومره مهمه او ګټوره نه ده.
ټولنیز یون: اوسني خلک د پخوا په پرتله ډېر سفر کوي او دغه مسله په هغو کوچنیو ژبو چې په محدودو سیمو کې دي ډېر اغېز کولی شي، د بېلګې په توګه که تاسو یو لوی ښار ته د کار یا تفریح لپاره ځئ معلومه ده چې د خپل د کلي او سیمې ژبه به یو خواته پرېږدئ او د هماغه لوی ښار د ژبې په زده کړه کې به هڅه کوئ.
ځینې ټولنې ولې د ژبې د انقراض پر وړاندې بې توپیره کېږي؟
د ژبې انقراض ته یې د ویونکو ارزښت نه ورکول: په ځینو ژبنیو ټولنو کې، خپله د هماغې ژبې ویونکي د خپل ژبې له منځه تګ ته ارزښت نه ورکوي ـ کله هم زړه یې غواړي چې بچیان یې مورنۍ ژبه نور هېره کړي.
تر هرڅه وړاندې اقتصاد: د مورنۍ ژبې یواخواته پرېښودل یوازنۍ هزینه ده چې عصري او شتمنو ټولنو سره وصل شو، دا هغه قیمت دی چې ډیری کلیکوالې کورنۍ یې په خپل طبیعت پرداخت کوي، سیمه ایز فرهنګونه د اهمیت وړ دي، خو باید له هغو سره مبارزه وشي، خلک کار او پیسو ته هم اړتیا لري.
سیاسي یووالی: په ډیری هېوادونو کې، هغه ځای چې په هغه کې بېلابېل قومونه یو له بل سره په ټکر کې دي، کیدای شي مختفلې ژبې د فرهنګي کړکېچ سره مخ شي. کله دغه تر هغې مخکې ځي چې یو هېواد د تجزیې سرحد ته ورسوي. (لکه به کاناډا کې )
د ژبې طبیعي له منځه تګ: ژبې تل راځي او ځي، حتا که چېرې د نړۍ ټولې ژبې تر اوسه پاتې وای ـ چې تقریباً ناشونې ده ـ نو هغه ژبې هم په سرعت بدلون مونده او په هر ډول له نوو ژبو سره ورته کیدلې. ولې پرېنږدو چې خلک د یوې پراخې او ګډې ژبې پر لور لاړ شي؟
د ژبې په جسم کې د دویم ځل لپاره د اروا پوکول
هغه څه چې د ژبې د ساتلو لپاره وکړو او هغه ژبې چې واقعاً د انقراض له خطر سره مخ دي وساتل شي خورا سخت کار دی، خو د ټولنې او د هغې د ساتنې سازمان تل د ژبې د بیا را ژوندي کولو یوازنی رمز دی، ځکه بیا را ژوندي کول په دې مانا دي چې یوه ژبنۍ ټولنه په داسې ځای کې رامنځته شي چې ژبه په هغې کې ژوند وکولی شي. د ژبې د ساتلو لپاره درې ټولنمحوره لارې شتون لري چې په لاندې ډول دي:
د ژبې کورونه: په نیوزیلنډ کې مائوریو داسې فضا رامنځ ته کړه چې هلته مېشتو زړو ویونکو، کوچنیان به بشپړ ډول په بومي ژبه لویول. دغه ژبني کورونه، ښوونځي نه دي، بلکې یوازې د بومي ژبې سره د تعامل او ژوند لپاره یوه فضا ده، هغه ځای چې هلته په انګریزي ژبه خبرې نه کېږي. دغه برنامه شدیداً د مائوري ژبې په بیا رغونه کې بریالۍ وه. اوس په نړۍ کې له دغې ژبې څخه ډېر خلک ګټه اخلي.
د ښوونکي ـ زده کوونکي زده کړه: کله چې د ټولنې فعالان د ژبې د زده کړې د نوو لارو لپاره، له ژبپوهانو سره مرسته کوله، د کالفورنیا ډیری ژبو ډېر لږ ویونکي لرل. په دې ډول زده کړه کې، یو زده کوونکی له یوه ویونکي (ښوونکي) سره په اونۍ کې د څو ساعتونو لپاره یوازې د خبرو اترو لپاره اړیکه نیسي، په دې ډول زده کړه کې درسي کتابونه نشته بلکې په واقعي ډول له ژبې سره تعامل ترسره کېږي، په دې ډول هر زده کوونکی کولی شي چې په یو کال کې ژبه زده کړي.
د ښوونځیو ښکېلول: دا هغه ډول زده کړه ده چې زده کوونکي په یوه ښوونځي کې خپل ټول درسونه په ځانګړې ژبې وایي، دا تر ټولو ښه لاره ده چې زده کوونکي په یوه ځانګړې ژبه مسلط شي. مثلاً په هاوایي کې یو ماشوم له وړکتونه تر پوهنتونه یوه برنامه په هماغه هاوایي ژبه پر مخ وړي چې په پایله کې په یاده ژبه پوره مسلط کیدی شي.
عبري ژبه؛ د یوې ژبې د بیا راژوندي کولو نړیوال رکورد
عبري د یهودانو لرغونې ژبه وه، خو حتا د عیسي مسیح په وخت کې هم ډیری یهودانو په (آرامي ژبه) خبرې کولې، په ۲۰۰ میلادي کال تقریباً ټول یهودان بېلابېلو هیوادونو ته کډوال شول او د هغه چاپیریال سره د تعامل په وجه یې عبري ژبه نوره د ورځنۍ ژبې په توګه نه کاروله. له هغه وروسته عبري ژبه یوازې د مقدسې او د تحقیق ژبې په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړ، خلکو یې لیکنۍ بڼه لا کاروله او کله یې په مذهبي مراسمو کې په لوړ غږ ویله، خو هېچا هم عبري ژبه د مورنۍ ژبې او یا د ورځنیو اړیکو د ټینګولو لپاره نه کاروله، یهودانو په اروپا کې ډیر په ییدیش چې آلمانۍ ژبې ته نږدې ده، یا په نورو ژبو لکه لادینو چې د زړې اسپانیولي ژبې څخه بېله شوې او د عبري ژبې څخه متاثره ده خبرې کولې. په منځني خاور کې ډیری یهودانو له عربي ژبې څخه د مورنۍ ژبې په توګه کار اخیست.
د نولسمې پېړۍ په پای کې د صهونیزم د خوځښت په جوړیدو سره دغه هرڅه بدلون وموند، په لومړیو کې چې دغه خوځښت د الیز بن ـ یهودا (۱۸۵۸-۱۹۲۲) تر لارښوونې لاندې و، د خپل پلرني هېواد د ایجادولو لپاره یې د ژبې د ارزښت په اړه پوه شو، چې د ښوونځیو او ټولنیزو غونډو په جوړلو یې داسې فضا رامنځ ته کړه چې په عمومي اماکنو کې ځوانان په عبري اسرائیلي ژبه سره خبرې وکړي. نوې عبري ژبه له ډېرو ژبو څخه متأثره شوې ده، د دې ژبې صرف د لرغونې عبري ژبې د جوړښت څخه متأثره شوی، د همدې لپاره د سامي ژبو په کورنۍ کې تقسیم بندي کېږي. خو سربېره پردې، د ډېرو نورو ژبو لکه ییدیش، پولنډۍ، لادینو، عربي او انګلسي تأثیرات په کې لیدل کېږي.
د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته کله چې آواره شوي یهودان په فلسطین کې مېشت شول او اسرائیلی ملت یې ورغاوه، دغه خوځښت واقعاً خپل اوج ته ورسید، د دغو کډوالو بچیان د بومي عبري ژبې د بومي ویونکو په توګه لویدل. عبري نوره د دولت، راډیو، د سړکونو د لوحو او زدکړیز نظام ژبه شوه. دې ته ورته خوځښتونو شدیداً خلک و دې ته هڅول چې په کوڅو او بازارونو کې په عبري ژبه خبرې وکړي، که چېرې به چا په ییدیش یا نورو مخکنیو ژبو خبرې کولې د خلکو له خوا به مسخره کیدل.
دغه خوځښت سقوط ونه کړ ځکه ټول د دې نهضت په ګټه پوهیدل چې د یوه واحد ملت د احیا لپاره څومره ګټور تمام شو.
پرته له دې چې ستاسو نظر د اسرائیلو پر وړاندې څه دی، خو ټول په دې پوهېږي چې د عبري ژبې د بیا احیا کولو تر ټولو بریالی مثال دی، چې هم یې یو لوی ملت رامنځ ته کړ او هم د یوې داسې ژبې په توګه چې مخکې یې یو بومي ویونکی هم نه درلود خو اوس میلونونه وګړي په دې ژبه خبرې کوي او خپل مورنۍ ژبه یې ګرځولې او همداراز د یادونې وړ ده چې د نړۍ د یو ځواکمن هېواد د خلکو ژبه ده.
ماخذونه
- باقري، مهري. (۱۳۷۸ل). مقدمات ربانشناسي. تهران: نشر قطره.
- برتون، استرانګ. دوشین، رزماري او بیتسن، اریک واتیکیوتیس. (۱۳۹۵ل). زبانشناسيfor Dummies. ترجمه: فاطمه عظیمي فرد، فائقه شاه حسیني. تهران: آوند دانش.
- مرهون، محمود. (۱۳۹۶ل). تاریخي ژبپوهنه، (لومړی ټوک). کابل: کائینات څېړنیز او ژباړې مرکز.
- نیلیپور، رضا (۱۳۶۳)، « زبانپریشی )آفازی) در بیماران دوزبانه یا چندزبانه » ، بولتن توانبخش، ۷ او ۸ شمېره، جدي او دلو، مخ ۲۵ـ ۳۲.
- اصغري، فیروزه او بهمن زندي، (۱۳۹۲)، «عصبشناسی زبان؛ حوزة مطالعاتی بینرشتهای در زبانشناسی» په انساني علوموکې د ګډڅانګییزو مطالعاتو موسمنۍ، پنځمه دوره،۳ شمېره، اوړی، ۷۷ـ۹۹ مخونه.
- مهرنوش، کنګرلو، روشن بلقیس او دلاور کسمایی حسین، (۱۳۹۳)، « بررسی اختلالات گفتاری- زبانی در بیماران مبتلا به سکته مغزی» د جمهوري اسلامي ایران د طبي سازمان علمي مجله، ۳۲ مه دوره ،۳مه شمېره، منی، ۲۳۲ـ ۲۳۸ مخونه.
- اګریدي، ویلیام. مایکل دابروولسکي او مارک آرُنُف. (۱۳۹۸). در آمدی بر زبان شناسي معاصر. ترجمه: دکتر علي درزي. تهران: سازمان سمت.