یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغان بشري ناورین، ط د ملګرو ملتونو ارقام ردوي خو د پاکستان...

افغان بشري ناورین، ط د ملګرو ملتونو ارقام ردوي خو د پاکستان نه ردوي

تاند:( يکشنبه ، د قوس اته ویشتمه)‏‏‏د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد نن د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د فوق العاده غونډې کوربه دی.

دا غونډه د سعودي عربستان په غوښتنه، د ياد شوي سازمان په لګښت د يوې ورځې لپاره ترسره کیږي، چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزيرانو تر څنګ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړی استازی ټام ويسټ هم برخه اخلي.

ياده غونډه په داسې مهال ترسره کیږي، چې پاکستاني چارواکي په وروستيو کې نيږدې هره ورځ د افغانستان د بشري ناورين د شدت خبرداری ورکوي.

د طالبانو چارواکي بيا په افغانستان کې د فقر شدت او ناورین تر ډېره حده ردوي او د جدي ننګونې په توګه يې نه مني.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې ۲۴ ميليونه وګړي له سخت فقر سره مخامخ او د میلیونونو کسانو ژوند له دې کبله خطر سره مخامخ دی.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره اونۍ په يوه خبري ناسته کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د ملګرو ملتونو ارقام رد کړل او ادعا یې وکړه چې دغه ارقام پر واقعیتونو ولاړ نه دي.

له دې سره ليدل کيږی، چې پاکستان يوازينی هېواد دی، چې طالب چارواکي یې د هر ډول ترخو خبرو په اړه چوپه خوله دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر نه په رسميت پېژندلو ټینګار، په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورين په اړه پرله پسې خبرداری، د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو بيا- بیا غوښتنه او د يوازيني هېواد په توګه په حکومتي کچه د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره د مرستو ټولولو د يوه صندوق جوړول د پاکستان د حکومت مهمې څرګندونې دي چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته یې مطرح کوي.

له پاکستان سره د طالبانو نا تعريف شوې او مرموزې اړيکې د دې ډلې په اړه له عمده پوښتنو څخه دي، چې دوی یې په اړه واضحې خبرې نه دي کړي او د خلکو قناعت یې نه دی ترلاسه کړی.

طالب چارواکي د منتقدینو هغه ادعاوې یې بې اساسه ګڼي، چې دوی د پاکستان په لاسپوڅي توب او د پاکستان د ګټو د تامینولو لپاره د افغانستان په سقوط او ذلیله کولو تورنوي.

له دې سره طالب چارواکو او وياندويانو نه دي ويلي، چې پاکستان سره یې چلند ولې له نورې نړۍ او لوریو سره متفاوت دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب