یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهايران انديښمن دی، سلام حنفي: د امريکا پوځي حضور ته اجازه نه...

ايران انديښمن دی، سلام حنفي: د امريکا پوځي حضور ته اجازه نه ورکوو

تاند:( يکشنبه ، د قوس اته ویشتمه)‏‏‏د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې امریکا ته به په افغانستان کې د پوځي حضور اجازه ورنه کړي.

د حنفي په وینا د امریکا مرستې یوازې د بشر پالنې په برخه کې کیدای شي.

د ایران د سفیر مرستیال په دې لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړی.

معلومه نه ده، چې ايران ولې په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو د پوځي حضور بيا را ګرځيدو ته اندیښمن دی.

په وروستيو کې پر امريکا متحده ايالاتو دا تور زيات شوی، چې طالبانو سره د قطر د سولې تړون تر څنګ یې دوی ته د افغانستان د تسليمولو پټه معامله کړې وه.

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب، چې د طالبانو او امريکا د سولې مذاکراتو له سرسختو منتقدینو څخه و، په يوه تازه مرکه کې د امريکا مستعفي استازی زلمی خلیلزاد تورن کړ، چې طالبان يې لاس نیولي تر کابله راوستل او واک یې ور وسپاره.

له طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي او جميعت ګوند د رهبرۍ غړي عبدالحفيظ منصور بيا په تازه مرکه کې وويل، چې د طالبانو مذاکرتي پلاوي په قطر کې دوی سره د سولې مذاکرات نه کول او ټینګار یې درلود، چې دوی زر واک ته رسیږي او په دې اړه یې خبرې پای ته رسیدلي.

د‌ منصور په وينا، د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د واک ته تضمين امريکا په دې شرط کړی و، چې طالبان به په سیمه کې د امريکا متحدین وي او سیاسي او استخباراتي اجنډاوې به یې مخته وړي.

طالبانو بيا په دې تورونه ردکړي.

داسې ښکاري، چې ایران د طالبانو او امريکا د پټو معاملو له ورځ تر بلې برسیره کیدو نه اندیښمن دی او وېره لري، چې دا ځل طالبان د اسلامي توجیهاتو په جوړولو سره د امریکا د پوځي حضور زمینه سازي ونه کړي.

د يادونې وړ ده، چې ايران هم د طالبانو له اصلي ملاتړو ډلو څخه و، چې د‌ جګړې او واک ته رسولو لپاره یې ډېری مرستې ورسره کړي.

ځینې شنونکي باور لري، چې طالبان په مختلفو ډلو وېشل شوي، چې هره ډله یې د یوه هېواد نفوذي او د استخباراتي شبکې اړوند ده.

په دې منځ کې د قيوم ذاکر، صدر ابراهيم او یو شمېر نورو طالب مشرانو ريښې تر ایراني استخباراتو رسیږي.

د طالبانو مخکینی عمومي مشر ملا منصور هم د ايران له مهمو نفوذيانو ګڼل کیده، چې له ایران څخه پاکستان ته د اوښتو پر مهال د پاکستاني استخباراتو په همکارۍ د امريکا ډرون الوتکې وواژه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب