یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمحب: ط خليلزاد لاس نیولي راوستل، اوس دې مشروعيت هم ورته پیدا...

محب: ط خليلزاد لاس نیولي راوستل، اوس دې مشروعيت هم ورته پیدا کړي

تاند:( يکشنبه ، د قوس اته ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏‏‏‏‏د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو مستعفي شوی استازی زلمی خلیلزاد تورن کړ، چې طالبان یې لاس نیولي کابل ته راوستل او د افغانستان حاکمان یې کړل.

محب له امریکا غږ سره په یوه ناندريزه مرکه کې وويل، چې د جمهوري نظام د سقوط هڅې درې کاله مخکې د طالبانو او امريکا د دوحې د سولې تړون له لاسلیک سره پیل شوې.

ډ هغه په وينا، زلمي خليلزاد له لومړي سره د طالبانو خوا نيولې وه او ده يې هماغه وخت هم په اړه خپل اعتراضونه وخت په وخت رسنيز کړي وو.

د محب په وینا، د‌ خليلزاد هغه تورونه بې بنسټه دي، چې ‌له افغانستان څخه د ولسمشر غني وتو د سولې بهير ناکام کړ.

د ډاکټر محب په خبره، خليلزاد دا تورونه په دې لګوي، چې غوښتل یې د خپلې ناکامې پروسې وروستۍ او ټولې ملامتۍ پر افغان دولت واچوي.

د جمهوري نظام دغه لوړپوړي چارواکي وويل، چې خليلزاد طالبانو ته د ولسمشر غني له لوري د واک په نه انتقال غوسه دی او په دې ځوريږي، چې ولې یې واک ته رسولې ډله مشروعيت نه لري.

حمدالله محب خلیلزاد ته د وروستيو نیوکو او تورونو په ځواب کې وويل: څنګه يې چې طالبان لاس نیولي واک ته ورسول، هماغسې دې اوس ورته مشروعیت هم پیدا کړي.

محب ټینګار وکړ، چې ولسمشر غني او دوی يوې جنګي ډلې د ولس په رایه ترلاسه کړی قدرت نه شو لېږدولای.

د ده په وينا، دوی د سقوط په وروستيو ورځو کې د لویې جرګې له لارې د قدرت لېږد ته چمتو وو، يانې لويې جرګې ته یې واک سپاره، چې ولسمشر غني نه وروسته یې چا ته سپاري او مشروعيت ورکوي.

حمدالله محب ټینګار وکړ، چې طالبانو د دغه سناریو د عملي کیدو مخه ونیوله او په زوره او د هوکړې خلاف کابل او د ارګ شاوخوا پورې ورسیدل.

طالبانو او زلمي خليلزاد د حمدالله محب څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په يوه تازه مرکه کې له طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي یوه غړي او د ولسمشر غني سرسخت منتقد عبدالحفيظ منصور وويل، چې طالبان د زلمي خليلزاد د معاملې په پایله کې واک ته ورسول شول.

د هغه په وينا، د دوحې د تړون په شفاهي هوکړو کې خليلزاد طالبانو ته د افغانستان د واک سپارلو قول ورکړی و، له همدې کبله د طالبانو مذاکرتي پلاوي دوی سره د خبرو پر ځای ورڅخه د تسلیمۍ غوښتنه کوله او په اطمینان یې ویل چې دوی پر افغانستان حاکمیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب