تاند(سې شنبه، د قوس ۱۶مه) د افغانستان د کریم الدین کریم او د هیټي د یفس ژان بارت له کبله فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون او ملګري ملتونه په ګډه په ټولو سپورتونو کې د جنسي سو استفادې نړیواله پلټونکې شبکه جوړوي.
د فیفا او د ملګروملتو د مخدرو موادو او جرمونو د ادارې د پلان جزییات لا پوره څرګند نه دي خو د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان او هیټي کې له لوبغاړو سره د خورا بوږنوونکو راپورونو خپرېدو هڅولي چې په ټوله نړۍ کې دې مسلې ته ډېر ځیر واوسي.
د بشري حقونو د څار ډلې او د لوبغاړو نړیوالې ټولنې (Fifpro) په دې شک څرګند کړی چې فیفا دې د دې شبکې لپاره مناسبه ډله وي او د فیفا ریکارډ ته په کتو یې پر هغې نیوکه کړې ده.
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی ريیس کرام الدین کریم د فیفا د اخلاقو د کمېټې له لوري د ۲۰۱۹ کال په جون کې وروسته له دې د ټول عمر لپاره منع شو چې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبغاړو پرې د جنسي تېري تورونه ولګول.
فیفا هماغه مهال د کریم د نیولو او محاکمې غوښتنه وکړه خو مخکې تر دې چې د افغانستان لویه څارنوالي اقدام وکړي، نوموړی پنجشېر ته وتښتېد چې هماغه مهال د افغانستان مرکزي حکومت هلته چندان واک نه درلود.
د هیټي د فوټبال فدراسیون رييس یفیس ژان بارت هم د ۲۰۲۰ په نوومبر کې د فیفا د اخلاقو د کمېټې له لوري د کرام الدین کرم په شان د وحشیانه اعمالو په خاطر د تل لپاره منع شو.
څرګنده نه ده چې کرام الدین کرم اوس چیري دی خو ګومان کېږي چې تاجکستان ته به تللی وي.