جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسیا ټایمز: روسیه ط په تمه ساتي، خو په رسمیت یې...

اسیا ټایمز: روسیه ط په تمه ساتي، خو په رسمیت یې نه پېژني

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏ اسیا ټایمز خپرونې نن په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي، چې روسیه به طالبان تر ډېره د ملاتړ او په رسمیت پېژندلو لپاره په تمه وساتي، خو د ملګرو ملتونو لخوا تر رسمیت پېژندلو به یې په رسمیت ونه پېژني.

سرچینې لیکلي: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده مخکې په دې خاطر، چې روسیه یې په رسمیت وپېژني، دې ته هم لېوالتیا وښوده، چې دوی به د روسیې د خاورې په توګه کریمیه په رسمیت وپېژني.

اسیا ټایمز زیاتوي، چې روسان له طالبانو سره د ګډ کار لېوالتیا لري، خو ټولو طالبانو سره نه، بلکې هغې برخې سره یې چې منځلاري دي.

د دغې خپرونې په باور، له طالبانو سره د روسیې د ژور ملاتړ د نه موجودیت دلیل دا دی، چې دوی د طالبانو له سخت دریځو ډلو وېره لري او اندیښنه یې ده، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګواښ نه شي.

د اسیا ټایمز په باور، په داسې حال کې چې افغانستان له ژور اقتصادي او بشري ناورین سره لاس و ګرېوان دی ، روسیه د طالبانو او د هغوی د پلویانو د توقع خلاف ډېرې ناڅيزه مرستې افغانستان ته استولي.

دا خپرونه زیاتوي، چې د روسیې او طالبانو دا ډول اړیکې پر یو بل د دوی د بې باورۍ نښه ده او ثابتوي، چې دواړه لوري ستراتیژیک ملګري نه شي کیدای.

طالبانو د دوی په اړه د روسیې سوړ چلند ته تراوسه کوم ظاهري منفي غبرګون نه دی ښودلی.

پر روسیې سربېره د طالبانو نور مهم سیمه ییز ملاتړي او ان پاکستان، چې د طالبانو د رامنځته کیدو اصلي ځای او تر ټولو ستر مدافع او تمویلونکی ګڼل کیږي، هغه هم د دوی واکمني تراوسه په رسمیت نه ده پېژندلې.

یو شمېر شنونکي بیا ټينګار لري، چې د ملي مشروعیت له خپلولو مخکې به طالبانو ته د نړیوال مشروعیت پیدا کول ستونزمن او ان نا ممکن وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب