یکشنبه, مې 12, 2024
Homeداسې هم شتهرڼا ستاسو پر احساس څومره اغېز لري؟

رڼا ستاسو پر احساس څومره اغېز لري؟

تاند- د کاناډايي او امریکايي څېړونکو د تحقیقاتو پایلې ښيي چې د انسان مثبت او منفي احساسات د څراغ په رڼا کې زیات منعکس کېږي.

د ساینس ویبپاڼې د راپور له مخې د کاناډا د تورنټو سکاربرا او د امریکا د نارت ویسترن پوهنتونونو د څېړونکو له خوا په شپږو جلا – جلا څېړنو کې جوته شوې چې د انسان احساسات تر رڼا لاندې زیات څرګندېږي.

په دې څېړنه کې له برخوالو څخه غوښتل شوي چې د بېلابېلو شیانو مثلاً د چرګ د مساله دارو او ترخو وزرونو، د یوه داستاني شخصیت د جنجالي توب، د ځینو خاصو کلمو او ځینو نورو شیانو په اړه خپل احساسات بیان کړي.

د څېړنې پایلې ښيي چې په دې تحقیق کې برخوالو د څراغ تر رڼا لاندې تر عادي حالت خپل احساس په تهاجمي ډول څرګند کړل. تر څراغ لاندې د دوی احساسات قوي ول او د منفي کلمو او مسایلو په اړه یې احساس لا زیات منفي و.

دا څېړنه وايي چې رڼا د انسان په احساساتو کې بدلون راولي.

همدا علت دی چې په روښانه او لمرینو ورځو کې خوشاله او مثبت انسان لا زیات خوشاله وي.

په لوېدیځو هیوادونو، په تېره بیا اروپا کې، چې ورېڅځې زیاتې وي، خلک زیات په ډیپرېشن یا ذهني پریشانۍ اخته کېږي.

او عجیبه دا ده چې په ذهني پریشانۍ اخته شوي کسان په لمرینو او روښانه ورځو لا زیاته خودکشي کوي ځکه چې په رڼا کې د دوی احساسات لا قوي کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب