Home+بریتانیا ته تازه تللی افغان ماشوم بې درکه شوی

بریتانیا ته تازه تللی افغان ماشوم بې درکه شوی

تاند- د بریتانیا پولیس د یوه افغان ماشوم د موندلو په لټه کې دي چې ۱۱ کلن دی او له ۲۴ ساعتونو راهیسې ورک دی.

بریتانیايي رسنیو نن لیکلي دا ماشوم، چې محمدخان نومېږي، څه کم یوه میاشت وړاندې بریتانیا ته راغلی و.

د محمدخان په اړه دغه راز ویل شوي چې په پښتو ژبه خبرې کوي او یوازې څو ټکي انګلیسي ویلی شي.

نوموړی د سې شنبې د مازدیګر په ۴ بجې د لیويشم په دیپفورډ کې هغه مهال لیدل شوی چې یوه پارک ته د فوټبال لپاره روان و.

پولیس وايي په شاوخوا ځایونو کې یې لټون بیل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...