تاند:( پنجشنبه، د قوس يوولسمه) راپورونه وایي، چې د نړیوال بانک مدیره پلاوی د افغانستان د کنګل شویو ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمو د ۲۸۰ میلیونو په ازادولو هوکړې ته رسیدلی دی.
دا پیسې به دوو نړیوالو بشري ادارو ته ورکړل شي، چې د افغانستان ۲۴ میلیونه فقر ځپلو وګړو ته د عاجلو مرستو په برابرولو کې استفاده ورڅخه وکړي.
د یاد شوي بانک دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانستان دغه بانکي زېرمې به د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف ته په واک کې ورکړل شي.
مخکې نړیوال بانک د امریکا په منګولو کې د ایسارو دغو افغان بانکي زېرمو د ۵۰۰ میلیونو د ازادولو هڅې کولې.
طالبانو، امریکا متحده ایالاتو او خپله نړیوال بانک په دې اړه تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د کنګل شویو افغان بانکي زېرمو د دې برخې د خلاصون خبر په داسې مهال ورکړل شوی، چې پرون ناوخته د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان اړوند د ماشومانو مرستندویه ټولنه، سېف دي چلدرن خبرداری ورکړ، چې په پيل شوي وژونکي ژمي کې د میلیونونه وږو ماشومانو ترڅنګ افغانستان ۸ لکه داسې ماشومان هم لري، چې سمه سرپناه نه لري.
همدا پرون، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په راپور کې خبرداری ورکړل شو، چې د افغانستان کورني ناخالص عواید به د 2020 م کال له شل میلیارده امریکايي ډالرو څخه شپاړس میلیارده ډالرو ته راکم شي.
طالبانو د ملګرو ملتونو دو راپورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين رامنځته شوی او تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري.
د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند څو شپې مخکې له ملي ټلويزيون څخه په خپله خپره کړې لومړۍ غږيږه وينا کې ملت ته ويلي، چې دوی ورسره د ډوډۍ او رزق ژمنه نه وه کړې.
حسن اخوند له ملت څخه وغوښتل، چې د ده په ټکيو ( خدای ته په بغارو شي) څو ډوډۍ ورته مساعده کړي.