جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسېف دي چلډرن: د لوږې ترڅنګ ۸ ماشومان په وژونکي ژمي کې...

سېف دي چلډرن: د لوږې ترڅنګ ۸ ماشومان په وژونکي ژمي کې سرپناه هم نه لري

تاند:( پنجشنبه، د قوس يوولسمه) ‏د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان اړوند د ماشومانو مرستندویه ټولنه، سېف دي چلدرن خبرداری ورکوي، چې په پيل شوي وژونکي ژمي کې د میلیونونه وږو ماشومانو ترڅنګ افغانستان ۸ لکه داسې ماشومان هم لري، چې سمه سرپناه نه لري.

د دغې ادارې له سروې سره سم، شاوخوا یو میلیون او ۶ لکه افغانان په موقتي خیمو کې اوسي چې عموماً پلاستیکي دي او د باران، واروې او منفي صفر درجې هوا په وړاندې پکې ژوند نه شي کېدای.

پر دې سربېره ۸ ملیونه او ۶ لکه افغان ماشومان په داسې کورونیو کې اوسي چې کافي کمپلې یا بړستنې نه لري او ۳ ملیونه نور ماشومان د تودولو کافي وسایل نه لري.

په افغانستان کې د سېبف دي چلدرین سیمه ییز رييس توماس هاویلز وايي:« افغانستان په خپل ثبت کړي تاریخ کې تر ټولو بده لوږه تجربه کوي، دا ژمی به ملیونونه ماشومان سړې شپې په تش نس سبا کوي. له لوږې د ماشومانو د مړینو بوږنوونکي خبرونه باید زموږ ټولو د خجالت سبب شي.»

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سختې یخنۍ له کبله، د سانتي ګراد د تودوخې درجه منفي ۱۲ ته ټیټېږي.

پرون د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په راپور کې خبرداری ورکړل شو، چې د افغانستان کورني ناخالص عواید به د 2020 م کال له شل میلیارده امریکايي ډالرو څخه شپاړس میلیارده ډالرو ته راکم شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو دو راپورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د‌ دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين رامنځته شوی او تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند څو شپې مخکې له ملي ټلويزيون څخه په خپله خپره کړې لومړۍ غږيږه وينا کې ملت ته ويلي، چې دوی ورسره د ډوډۍ او رزق ژمنه نه وه کړې.

حسن اخوند له ملت څخه وغوښتل، چې د ده په ټکيو ( خدای ته په بغارو شي) څو ډوډۍ ورته مساعده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب