جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوال سور صلیب: له عاجلو مرستو پرته به بېساری افغان بشري ناورین...

نړیوال سور صلیب: له عاجلو مرستو پرته به بېساری افغان بشري ناورین زر خونړۍ فاجعې وزیږوي

تاند:( پنجشنبه، د قوس يوولسمه) ‏د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې حاکم بشري ناورین په څو لسیزو کې بېساری ګڼلی او د بدو پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.

دې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې ۲۲،۸ میلیونه افغانان وږي، ۸۰ سلنه نور وچکالۍ ځپلی او میلیونونه هم له هېواده د وتو په هڅو سرګردانه ګرځي.

سرچینې په روان کال کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر اوه سوه زره تنه ښودلی او ویلي، چې دا کسان هم د شاوخوا درې نیم میلیونه له مخکې بې ځایه شویو کورنیو له کاروان سره ملګري شوي دي.

دغې ادارې د افغانستان د سرې میاشتې ادارې د مشر مولوي مطیع الحق خالص نقل قول هم اخیستی، چې دغه وضعیت ته په شدت سره اندیښمن دی.

د نړیوال سره صلیب په حواله، دوی د افغانستان د سرې میاشتې ادارې په همکارۍ ۲۱۰ زرو فقر ځپلو کورنیو ته د ۳ زره ټنه خوراکي او نورو توکیو د برابرولو او رسولو هڅې پيل کړي، خو دا مرسته به بسنه ونه کړي.

نړیوال سره صلیب دغه راز وایي، چې له افغان سرې میاشتې ادارې سره دې نړیواله ټولنه د ۳۶ میلیونه سویسي فرانکو عاجله مرسته وکړي.

یاده نړیواله اداره تمه لري، چې د دې مرستې له ترسره کیدو سره به د افغانستان په ۱۶ ډېرو ځپل شویو ولایتونو کې به ۵۶۰ زرو بېوزلو کورنیو ته مرستې برابرې شي.

د نړیوال سره صلیب د اسیایي برخې مشر الکساندر متئو خبرداری ورکړی، چې که افغانستان ته ډېر زر عاجلې او کافي مرستې ونه رسول شي، دا هېواد به خورا بدو پایلو او فاجعې سره لاس و ګرېوان شي.

د نړیوال سره صلیب دا راپور په داسې مهال خپریږي، چې راپورونه وایي، د نړیوال بانک مدیره پلاوی د افغانستان د کنګل شویو ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمو د ۲۸۰ میلیونو په ازادولو هوکړې ته رسیدلی دی.

دا پیسې به یونیسف او د خوړو نړیوال سازمان ته ورکړل شي، چې د افغانستان ۲۴ میلیونه فقر ځپلو وګړو ته د عاجلو مرستو په برابرولو کې استفاده ورڅخه وکړي.

پرون ناوخته ‏د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان اړوند د ماشومانو مرستندویه ټولنه، سېف دي چلدرن خبرداری ورکړ، چې په پيل شوي وژونکي ژمي کې د میلیونونه وږو ماشومانو ترڅنګ افغانستان ۸ لکه داسې ماشومان هم لري، چې سمه سرپناه نه لري.

همدا پرون، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په راپور کې خبرداری ورکړل شو، چې د افغانستان کورني ناخالص عواید به د 2020 م کال له شل میلیارده امریکايي ډالرو څخه شپاړس میلیارده ډالرو ته راکم شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو دو راپورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د‌ دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين رامنځته شوی او تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند څو شپې مخکې له ملي ټلويزيون څخه په خپله خپره کړې لومړۍ غږيږه وينا کې ملت ته ويلي، چې دوی ورسره د ډوډۍ او رزق ژمنه نه وه کړې.

حسن اخوند له ملت څخه وغوښتل، چې د ده په ټکيو ( خدای ته په بغارو شي) څو ډوډۍ ورته مساعده کړي.

2 COMMENTS

  1. نړۍ وال سره صلیب نه، نړۍ وال سور صلیب. د سور صفت په دې حال کې په سره نه اوړي. په داسې جمله کې اوړي لکه سره صلیب وویل، سره صلیب ته ووایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب