چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهامریکا: ط سره دوحه کې راتلونکې اونۍ مذاکرات پيلوو

امریکا: ط سره دوحه کې راتلونکې اونۍ مذاکرات پيلوو

تاند:( سې شنبه، د قوس نهمه)‏‏‏‏د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پریس ویلي، چې د افغانستان لپاره یې د هېواد ځانګړی استازی ټام ویسټ راتلونکې اونۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي.

هغه به د دې سفر پر مهال دوه ورځې له طالب پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو د نوي باب په اړه مذاکرات وکړي.

ویل شوي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه، له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو او د دوی د همکارانو ویستل او له افغانستان سره بشري مرستې د دې خبرو عمده برخه وي.

تمه کیده، چې دا مذاکرات به روانه اونۍ پيل او ترسره شي، خو امریکایي استازی په ناڅرګند دلیل په دې اونۍ کې دوحې ته نه دی تللی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د دغو مذاکراتو لپاره تېره پنجشنبه قطر ته لاړ.

دغه پلاوي تراوسه د قطر، اروپایي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره لیدلي.

طالبان تمه لري، چې امریکا به ورسره په خبرو کې د افغانستان د شاوخوا لس میلیارده ډالرو بانکي زېرمې د کنګل کیدو موضوع پای ته ورسوي، خو د امریکایي رسنیو له خبرونو ښکاري چې امریکا په دې اړه د شرایطو له پوره کیدو مخکې یې اقدام نه کوي.

اروپایي ټولنه، امریکا او حتا د طالبانو تر ټولو نیږدې ملاتړی هېواد پاکستان ټینګار لري، چې دوی باید په افغانستان کې ټول شموله حکومت رامنځته او د بشري او ښځینه حقونو تامینول تضمین کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب