پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستان د خپل مشهور منتقد علي وزیر د خوشې کیدو فیصلې ته...

پاکستان د خپل مشهور منتقد علي وزیر د خوشې کیدو فیصلې ته مجبور شو

تاند:( سې شنبه، د قوس نهمه)‏‏‏‏ پاکستان نن پریکړه وکړه، چې د مرکزي پارلمان او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر به په ضمانت خوشې شي.

د هغه د خوشې کیدو لپاره له څه مودې راهيسې ملت پالو پښتنو د پاکستان تر واک لاندې مختلفو سيمو کې ګڼې مظاهرې وشوې.

علي وزیر نژدې یوکال مخکې د بغاوت په تورچې هغه رد کړي، نیول شوی.

په اسلام آباد کې د سترې محکمې د پریکړې له مخې علي وزیر د څلورلکه روپیو چې څه کم دوه زره اوسل ډالره کیږي، له زندانه خوشې کیدای شي.

دا خبره د هغه مدافع وکیل صلاح الدن ګنده پور نن له رسنيو سره د خبرو پر مهال وکړه.

 خو نوموړي ویلي چې د دغې پریکړې له مخې به وزیرخوشې نه شي ځکه یوه بله دوسیه یې تراوسه نده بشپړه شوې.

علي وزیر د ۲۰۲۰ کال د ډسمبرپه ۱۶ په کراچۍ کې په یوه غونډه کې د حکومت ضد وینا په تورنیول شوی و.

 نوموړي په دې وینا کې د پاکستان پرځواکمن پوځ انتقاد کړی و.

علي وزیر د پاکستان پوځ د سیمې د بې ثباتۍ، ترهګريزو فعاليتونو او ګډوډۍ لوی دلیل باله او د سمېدو غوښتنه یې کوله.

د پاکستان پوځ تورن دی، چې د هغه د کورنۍ ګڼ غړي يې وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...