پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهدوه تښتول شوي ماشومان را خوشې او ۱۵ تنه د نيشه يي...

دوه تښتول شوي ماشومان را خوشې او ۱۵ تنه د نيشه يي توکيو په تور نیول شوي

تاند:( سې شنبه، د قوس نهمه)‏‏‏‏طالبان وايي، چې په پکتیکا او روزګان کې يې ۲ تنه له انسان تښوونکو ژغورلي او ۱۵ تنه يې له نيشه يي توکيو سره د تړاو په تور نيولي.

په پکتيکا کې د نيول شوي کس په اړه ويل شوي، چې يو ماشوم يې له غزني ولايت څخه تښتولی او د خوشې کیدو په بدل کې یې ۵۰ زره ډالره غوښتل.

دا کس له ماشوم او يوه اندازه پيسو او نيشه يي توکيو سره یو ځای نیول شوی دی.

دوی دا هم ويلي، چې‏د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې يې بو بل ماشوم هم د انسان تښتوونکي له منګولو آزاد کړی.

طالبان وایي چې په دې تړاو یې یو تن نیولی هم دی دی.

بل لور ته: د نیمروز د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي چې پرون یې په زرنج ښار کې ۱۳ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

همدا رنګه، ‏د کابل د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي چې د اتلسمې حوزې په مربوطاتو کې یې دوه تنه د الکولي مشروباتو څښونکي نیولي دي.

طالبان له واک ته رسېدو سره د امنیتي وضعیت د ښه کیدو ادعا لري، خو خلک شکایت کوي چې امنيتي او جنايي پېښې ورځ تر بلې زياتيږي او دليل يې اوج ته رسېدلی فقر او بشري ناورين دی.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د افغانستان د ۳۳ میليوني نفوس ۲۴ ميليونه يې د فقر او لوږې په سخت وضعيت کې ژوند کوي او ۳ ميليونه خوارځواکۍ ځپلي ماشومان د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند بيا ملت ته پر ملي ټلویزون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب