جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهمخکينی مرستيال دفاع وزير: په افغانستان کې د داعش ډلې بنسټ هم...

مخکينی مرستيال دفاع وزير: په افغانستان کې د داعش ډلې بنسټ هم د حقاني ډلې کسانو ايښی

تاند:( سې شنبه، د قوس نهمه)‏‏‏‏د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي وايي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو بنسټ د حقاني شبکې یو شمېر کسانو ايښی او دا شبکه له داعش ډلې سره ژورې اړيکې لري.

نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان کې د داعش لومړی بنسټ د جلال الدين حقاني یوه خوريي ايښی دی.

د عاصي په وينا، د حقاني شبکې او داعش ډلې په تېر کې د مختلفو بریدونو د ګد سمبالښت سابقه لري او په دې اړه د افغانستان جمهوري نظام او نړیوالو مستند اسناد هم لرل.

له دې سره، پخواني مرستيال دفاع وزير د مشخصو بريدونو یادونه ونه کړه.

تميم عاصي خبرداری ورکړ، چې که په زر فرصت کې د طالبانو او د افغانستان د نورو سياسي جهتونو تر منځ د ګډ نظام په اړه هوکړه ونه شي، د زياتيدونکي فقر د فشار له کبله وېره شته چې په راتلونکي پسرلي کې به د طالبانو، داعش او طالب ضدو مقاومت ډلو تر منځ خونړۍ جګړې تر سره شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی داعش ډله فتنه ګره ګڼي او ټينګار کوي، چې په افغانستان کې به د فعاليت او سر جیګولو اجازه ورنه کړي.

له دې سره، نړيوال او افغان شنونکي ټول اندیښمن دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې مخ په زياتيدونکی حضور به دغه هېواد خطرناک حالت ته بوځي، چې هم افغانانو او هم نړیوالو ته به لوی سرخوږی وي.

1 COMMENT

  1. که دوی دومره باخبره ول نو بیا به یی افغانستان نه بایلود. په تیرو کی به خلکو دویری له کبله ددوی سوړی اوریدی. اوس یی خلک په سړو کی نه شمیری.
    که طالبان دوی رانوړی نو بیا به داعش جنګ پیل کړی. ایا داعش یا دجمهوریت خوارسوی بیعقلان به جنګ وکړی؟ اوس جمهوری غله او قاتلان داعشیان دی. نو دا عاصی په خپله ګناه اقرار کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب