دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهملي ټلويزيون به ژر د رييس الوزرا لومړۍ وينا خپره کړي

ملي ټلويزيون به ژر د رييس الوزرا لومړۍ وينا خپره کړي

تاند:( شنبه، د قوس شپږمه)‏‏ ‏‏د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون اعلان وکړ، چې ژر به د طالبانو د رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند لومړنۍ وينا خپره کړي.

دا به د طالبانو د څه باندې درې میاشتنۍ واکمنۍ په ترڅ کې د نوموړي لومړنۍ وينا وي.

د هغه په اړه له څه مودې راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر بحثونه کېدل او خلکو يې د غږ او وينا اوريدو غوښتنه کوله.

معلومه نه ده، چې د نوموړي وينا به په ويډيويي او که غږيږه بڼه وي؟

فکر کيږي، چې هغه به دا وينا په ويډيويي بڼه وړاندې کړي.

د دغې وينا د خپريدو دقیق وخت لا نه دی روښانه شوی.

مولوي محمد حسن اخوند د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د بهرنيو چارو وزير او دغه راز د رييس الوزرا مرستيال پاتې شوی دی.

نوموړی د طالبانو د تحریک له بنسټګرو او د دوی د رهبر ملا محمد عمر مجاهد له نيږدې کسانو ګڼل کېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب