Homeخبرونهم.م : افغان بانکونه تر ۶ میاشتو سقوط کيږي

م.م : افغان بانکونه تر ۶ میاشتو سقوط کيږي

تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ)‏‏ د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان نن په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بانکي نظام د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.

رویټرز په دې اړه د ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړی، چې پکې د دغه سقوط پایلې خورا خطرناکې ګڼل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د UNDP مشر عبدالله الدرداري رویټرز ته ویلي: موږ باید داسې یوه لاره پيدا کړو، چې د افغانستان د بانکي نظام ملاتړ پکې وشي، خو د طالبانو د نه ملاتړ ډاډ پکې موجود وي.

نوموړي له نړیوالو مالي بنسټونو غوښتي، چې له افغانستان سره د بانکي نظام د ژغورلو لپاره یې ګډ کار وکړي او پرې نه ږدي، چې دغه هېواد دا لویه صدمه وویني.

د دغه نړیوال مقام په خبره، د افغانستان اقتصاد تر ۴۰ سلنې را لویدلی، له بانکونو څخه د پیسو ویستل اوج ته رسیدلي او د ډالرو کمښت بیا بله اساسي ستونزه ګرځیدلې ده.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان اقتصاد له تېرو څو میاشتو راهیسې چې طالبان پر دغه هېواد واکمن شوي، له بېسارو بدو ورځو سره مخامخ دی.

ویل کیږي چې د طالبانو واکمنیدو ۱۸ میلیونه خلک بې کاره کړي، ۲۴ میلیونه کسان لوږې ځپلي او د ۳ میلیونه خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو ژوند عملاً د مرګ ګواښ سره مخامخ دی.

طالب چارواکي بیا وایي، چې وضعیت به عادي او کنټرول کړای شي، خو نیوکه دا ده چې دوی متخصصین نه لري او د نړیوال مشروعیت د نه لرلو له کبله یې افغانستان بدې انزوا ته بیولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...