چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
HomeخبرونهTTP سیاسي دفتر غواړي خو سیاسي ډلې ورسره د سولې خلاف دي

TTP سیاسي دفتر غواړي خو سیاسي ډلې ورسره د سولې خلاف دي

تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ)‏‏ د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وایي، چې د دغه هېواد حکومت د پاکستاني طالبانو د تحریک( ټي ټي پي) په اړه له عجیبې سرګردانۍ سره لاس و ګرېوان دی.

دغې ډلې سره له څو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د افغان طالبانو د حقاني شبکې په منځګړتوب په خوست ولایت کې د سولې خبرې پيل کړي دي.

د دې خبرو په ترڅ کې پاکستاني طالبانو له خپل حکومت سره لنډ مهاله اوربند کړی او اوس یې غوښتنه کړې، چې په یوه درېیم هېواد کې یانې له افغانستان پرته ورته بل ځای کې سیاسي دفتر پرانیستل شی.

پاکستاني چارواکو نه دا غوښتنه په داسې مهال شوې ده، چې د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو په شدت سره د پاکستان د حکومت او ټي ټپي پي د پيل شویو خبرو مخالفت کړی دی.

معترضینو ویلي، چې ټي ټي پي په پاکستان کې جنایتونه کړي، خلک یې وژلي او نه شي کیدای چې له محاکمې پرته دوی پرته وبښل شي، یا سوله ورسره وشي.

په دې اړه د پاکستان په ځینو ایالتونو کې لاریونونه هم شوي دي.

د پاکستان یو شمېر سیاسي څېړونکو هم په وروستیو کې د ټي ټي پي پر ضد ورته څرګندونې کړي دي.

دوی په خپلو لیکنو کې استدلال کړی، چې که ټي ټي پي سره سوله هم وشي، دا ډله به له خپلو افراطي نظریاتو لاس په سر نه شي او په مختلفو بڼو به د خلکو ترمنځ د دغو نظریاتو د خپریدو لپاره هڅې وکړي.

د پاکستان حکومت بیا دې ته په کتو سره، چې افغانستان کې طالبان د دوی په ملاتړ واک ته رسیدلي، وېریږي چې د هندوستان یا نورو هېوادونو په مرسته به ټي ټي پي د دوی پر ضد خپل فعالیتونه پراخ او لوی سرخوږی به ورڅخه جوړ شي.

2 COMMENTS

  1. په دوحه کی د تالبانو دفتر دی نور پاکستانی تالبانو ته وسپاری تر څو د پاکستان سره خبری پیل کړی او پاکستان کی هم د تالبی شریعی نظام په راوستلو بریالی شی.

    ځکه د پاکستان فوځ او استخباراتی شبکو او ټولنی په افغانستان کی د تالبی شریعی نظام دراوستلو لپاره کلونه کلونه په افغانستان کی مبارزه کړی او ددوۍ په وینا د شریعی نظام لپاره يی ډیری قربانۍ ورکړی.

    د دوحی دفتر ښايی د افغان تالبانو د موښو لاسته راوړلو وروسته پاکستانی تالبانو ته هم په ښه فال ثابت شی او دوۍ هم خپلو موښو ته ورسیږی او پاکستان ټولنی ته هم دا خوږه او برکتی میوه چی اوس يی افغانان په سترګو پوری کوی ورګړی.

    ولی بل خوا ګورو چی افغان تالبان اوس پدی جهاد بوخت دی چی خدای مه کړه پاکستان کی چیری شریعی نظام را نه شی او شپه ورځ د پاکستان د رنډیتوب نظام د ساتلو او بقا لپاره خپله اسلامی وجیبه پوره کوی او غواړی چی ددې لوی ثواب نه هم چی د خپلو بادارانو ګټی خوندی کړی محروم نه شی.

    هغه کیسه را یاده شوه چی یو مسلمان یو بد کار ترسره ګړی و او بیا کافر ورپسی راخستلی و نو پس له ډیری منډی او تیښتی مسلمان ځان جومات ته رسولی و او په منډه جومات ته ننوتلی و او بی او دسه په لمانځه ودریدلی وی
    کا فر چی دا حال لیدلی و نو حیران شوی و چی هلته دی دا بد کار وکړ او اوس دا بد کار کوی د خدای په غضب اخته شی مسلمانه ځکه چی کافر خو ورپسی جومات ته هم نه شو ننوتلی.
    نو دغه زمونږ دتالبجان حال دی

  2. طالبانو خو په افغانستان کې هم جنایتونه ترسره کړي وو لاکن همدا پاکستاني سیاستوالو ټولو د طالبانو د ملاتړ لپاره د خپل حکومت، آی اېس آی او پوځ ملاتړ کاوه، د هغوی پروژې یې عملي‌ کولې او حتی په پارلمان کې به یې استازو ویل چې په افغانستان کې د اشرف غني له جمهوري حکومت نه د طالبانو حکومت ورته ډېر ګټور دی. خبره پاکه ده، کله چې په افغانستان کې د طالب په لاس شریعت نافذ کیږي، همدغه شی باید په پاکستان کې هم وي، زمونږ ورباندې پېرزو دی، د پېرزوینې او ښه ګاونډیتوب له وجې مونږ په پاکستان کې د ټي ټي پي په لاس د شرعي نظام ملاتړ کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب