چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهمالیزیا: ط دې ټولمنلی حکومت جوړ کړي، موږ به ورسره د قطر...

مالیزیا: ط دې ټولمنلی حکومت جوړ کړي، موږ به ورسره د قطر له لارې اړیکې ساتو

تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ)‏‏ د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال داتوک کاماردوین جعفر په افغانستان کې د ټول منلي حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې دوی به په قطر کې د خپل سفارت له لارې له طالبانو سره په اړیکه کې وي.

د مالیزیایي مقام په خبره، طالبان باید افغانستان کې داسې نوی حکومت رامنځته کړي، چې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه پکې تضمین وي.

 مالیزیا په تېره سپتمبر میاشت کې وویل، چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

 د ټول شموله حکومت جوړیدل د نړۍ د زیاتو هېوادونو او افغانانو غوښتنه ده، چې په پرله پسې توګه له طالبانو څخه کیږي.

د پاکستان په ګډون، چې د طالبانو تر ټولو اصلي متحد او مدافع دی، د نړۍ او سیمې ټول هېوادونه په پرله پسې توګه پر طالبانو د داسې حکومت د جوړولو لپاره فشار اچوي، خو طالبانو خپل اعلان کړی سرپرست حکومت ټول شموله ګڼلی او دفاع ترې کوي.

په تازه څرګندونو کې د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ویلي، چې د دوی غېږه د ټولو افغانانو پر مخ خلاصه ده او ټولو اهلو افغانانو ته به په حکومت کې د خدمت زمینه برابره کړي.

د «اهلو» او «نا اهلو» په اړه د نظرونو تفاوت بیا د طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ عمده ستونزه ګڼل کیږي.

طالبانو د خپل حکومت نیږدې قاطع اکثریت چارواکي هغه کسان ټاکلي، چې په پاکستاني مدرسو کې یې زده کړې کړي او له اسلام څخه ډېر توند روایت لري.

1 COMMENT

  1. د طالبانو ظالمان په نظر یوازې هغه سړی اهل دی، چې پلونه، پلچکونه، کلینیکونه او ښوونخی یې الوزولي او انفجار کړي وي، بس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب