جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې پر افغانستان بحث؛ افراسیاب خټک د نړۍ یوازینی بې قانونه...

پاکستان کې پر افغانستان بحث؛ افراسیاب خټک د نړۍ یوازینی بې قانونه هېواد وباله

تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ)‏‏د پاکستان تر واک لاندې قلمرو کې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وایي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر رول لوبوي.

داوړ په لاهور کې د افغانستان د ناورین په اړه یوه جوړ شوي ګردي مېز کې دا خبره کړې ده.

په دې ګردي مېز کې د افغانستان مشهور خبریال لطف الله نجفي زاده ویلي، چې افغانستان د ظرفیتونو له اړخه نه، بلکې له دې اړخه ستونزه لري، چې سمه حکومتولي نه لري او طالبان باید دا ستونزه حل کړي.

 په دې ګردي مېز کې مشهور ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، چې له طالبانو سره د امریکایانو د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط سبب شو.

د ده په وینا، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې له هیڅ قانون او اساسي قانون پرته اداره کیږي.

 د همدې ګردي مېز په بله برخه کې فعالانو د افغان ښځو د حقونو په تامینولو ټینګار کړی او ویلي، چې طالبان باید د ښځو ښوونځي خلاص او پوهنتونونو ته د ورتلو اجازه ورکړي.

 په وروستیو کې پاکستان هم د طالبانو له واکمنۍ اندیښمن ښکاري.

پاکستاني سیاستوال فکر کوي، چې په افغانستان کې د افراطي ډلې حاکمیت به پاکستان ته هم د افراطیت هڅونکی شي او هلته به متشددې ډلې د نظام پاشلو لپاره روحیه او قوت واخلي.

د طالبانو حکومت پخپلو لومړیو کاري ورځو کې ویلي و، چې د افغانستان د ۱۳۴۳ اساسي قانون به د غیر شرعي برخو له تعدیل سره په موقت ډول نافذ کړي، خو تراوسه یې په دې برخه کې د بیا ځلي څرګندونو او اقداماتو څرک نه دی لیدل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب