چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهنیوزیلینډ له قطر وروسته د افغان پناه غوښتونکو په اړه له امریکا...

نیوزیلینډ له قطر وروسته د افغان پناه غوښتونکو په اړه له امریکا او کاناډا سره غږیږي

تاند:( دوشنبه، د قوس لومړۍ)‏‏د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیرې ننایا ماهوتا پرون قطر ته د سفر پر مهال، په دغه هېواد کې د یو شمېر چارواکو تر څنګ د افغان پناه غوښتونکو له یوه کمپ څخه لیدنه کړې ده.

نوموړې له دغه سفر څخه وروسته امریکا متحده ایالاتو ته روانه شوې، څو هلته هم د نورو موضوعاتو ترڅنګ د طالبانو له وجې هېواد نه د تښتیدلو افغان پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

 یاد شوي هېواد تر اوسه د ۹۰۰ افغان پناه غوښتونکو د ویزې ورکړه منلې ده.

سربېره پر دې، تر اوسه ۶۳۰ تنه نیوزیلینډیان، چې په افغانستان کې پاتې وو، خپل هېواد ته رسول شوي دي.

 د یاد شوي هېواد د بهرنیو چارو وزیرې د دغو کسانو په ویستو کې له قطر څخه د کړو همکاریو له کبله مننه کړې او ویلي، چې د قطر له لاسنیوي پرته په دې برخه کې امکانات نه ممکنیدل.

 تمه کیږي، چې راتلونکې اونۍ ۱۳۰ نور افغانان هم د قطر په مرسته نیوزیلینډ ته لاړشي.

 د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیره ماهو به امریکا ته له سفر وروسته د نومبر په ۲۳مه کاناډا ته لاړه شي.

 د طالبانو له واکمنیدو وروسته، شاوخوا ۱۳۰ زره کسان د کابل نړیوال هوایي ډګر د هرج و مرج پر مهال له افغانستانه وتي، خو سربېره پر دې هره ورځ شاوخوا ۵ زره نور په ناقانونه لارو ایران او د نړۍ نورو هېوادونو ته ځي.

په افغانستان کې د نظام سقوط، ۹۷ سلنه فقر او بشري ناورین، اوج ته رسیدلې وزګارتیا، د طالبانو په لاس هدفي وژنې او سخت شوی ژوند او راتلونکي ته نهیلي د دغه وضعیت اساسي علتونه ګڼل کیږي.

نړیوال د افغان کډوالو د سېلاب له ورځ تر بلې زیاتوالي سخته وېره لري او د ډېرو احتمالي زیانمنو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په دې اړه خبرې د مجلسونو سرټکي یادیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب