دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاندرابي: پاکستان له کرزي او عبدالله سره د ط پر ګډ حکومت...

اندرابي: پاکستان له کرزي او عبدالله سره د ط پر ګډ حکومت ټینګار کړی

تاند:( يکشنبه، د عقرب دېرشمه)‏‏ د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي وایي، چې پاکستاني چارواکو پر طالبانو فشار راوړی، څو له حامد کرزي او ډاکټر عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړي.

اندرابي ویلي، چې دا ټینګار پاکستاني چارواکو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ، اسلام اباد ته د طالب پلاوي د وروستي سفر پر مهال کړی.

دغه پخواني افغان وزیر دغه راز ویلي، چې د طالبانو قومي او استبدادي چارې به پایله ورنه کړي.

نوموړي د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند ډاکټر نعیم سره د کابل پوهنتون د یوه استاد فیض الله جلال پروني توند بحث ته په اشارې سره دا څرګندونې کړي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستیو ورځو کې ویل کیږي، چې حامد کرزی او ډاکټر عبدالله په کابل کې د طالبانو له لوري نظر بند دي او د بهرنیو سفرونو اجازه نه ورکول کیږي.

دا موضوع د ډاکټر عبدالله یوې نیږدې سرچینې د المان دویچه ویله خبري رسنۍ ته تایید کړې ده.

په ورته وخت کې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی، چې مخکې به یې د سیمې د هېوادونو په مختلفو کنفرانسونو کې فزیکي حضور درلود، اوس له کابله په انلاین ډول ځینو کنفرانسونو ته ویناوې کوي.

کرزي او عبدالله د مسعود اندرابي څرګندونو او دغه راز د دویچه ویله راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. سلام،
    راځې چې نور دکرزی ،عبدالله او یو شمئر نورو پخوانیو مقام لقبه نومو له شخص پرستی او قوم پرستی ،سمت پرستی ،او مقام اوڅوکی پرستی څخه تېر شو .افغانستان نور له دې نومونو څځه جبرا ستړی شوی او نور یې نشی تحمل کولی. زه فکر کوم چې افغانستان له دې پړاو وتی اوبل ځای کې موقعیت لری. نن سبا جګړه اقتصادی ده نړیوال سیاست هم داقتصاد په لوری راڅرخی.
    فسبوکی،تلویزیونی، او دنورو وسایلو او ابزارو کیسه او هیاهو ، لاف وګزاف ګټه نه لری . موږ باید هوشمندانه سوچ وکړو نه احساساتی . وګوری افغانستان د لوږې له ستر کړکېچ سره مخامخ دی . اوس ددې وخت نه دی پخوا هم نه وه چې د سیاسی ژبې په اختلاف دغه هېواد نور هم د ناوړین سره مخامخ کړو. جنبش یعنی چه ؟؟؟؟

  2. جلال یو متعصب او ستمیانو ته ورته سړی دی. دوی په ټوله کې د پښتنو دښمنان دي. اوس چې پښتو ژبه یو څه وده کوي په دوی اور بل دی. دا شل کاله یې کومه ورځ د هغو ظلمونو یادونه کړې چې پر پښتنو او د هغوی په نورو ارزښتونو شوي دي. د هغو کسانو لپاره چې ځان ته پښتانه وایې د لوی شرم او بې غیرتۍ ځای دی، چې په ټول کابل کې یې یوه لوحه هم په پښتو نه وه. په رسمیاتو کې څومره پښتو کارېده؟ و شرمېږئ د تاندوالو په شمول چې د لنډغرو په پلوي خبرونه خپاروي. زه د طالبانو بېځایه پلوي نه کوم. دا اتلولي چې دوی وکړه، د چا پلار نه شوه کولای. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب