دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکایي قومندان: ط د داعش خلاف مبارزه کې زموږ متحدین نه شي...

امریکایي قومندان: ط د داعش خلاف مبارزه کې زموږ متحدین نه شي کیدای

تاند:( يکشنبه، د عقرب دېرشمه)‏‏ د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال ریچارد کلارک وایي، چې طالبان له داعش ډلې سره مبارزه کې د دغه هېواد متحدین او شریکان نه شي کیدای.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکایي چارواکي دې په دې مبارزه کې نور افغانان او بهرني دولتونه له ځان سره ملګري کړي.

 دغه امریکایي جنرال له ټینګار سره وویل: زه طالبان د خپلو شریکانو په توګه نه پېژنم.

نوموړي په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه وویل، چې ترهګري په سیمه کې لا موجوده ده او ورځ تر بلې پراخیږي.

 جنرال کلارک له امریکایي چارواکو څخه دا هم وغوښتل، څو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه خپلې اطلاعاتي سرچینې همغږي او له هغې وروسته په مسوولانه ډول یې پر وړاندې اقدام وکړي.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو دغه قومندان دا هم ویلي، چې تېرو ۲۰ کلونو کې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره لازم ظرفیتونه روزلي دي.

د ده په خبره، له هغو ظرفیتونو څخه اوس هم د داعش ډلې پر ضد په ښه توګه استفاده کیدای شي، چې باید هم وشي.

 د یاد شوي قومندان څرګندونې په داسې مهال دي، چې د امریکا د دفاع وزیر څو ورځې مخکې داعش ډله د طالبانو سر سخته دښمنان یاد کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې بیا تېره اونۍ، د افغانستان په اړه د نړیوالې امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل، چې داعش ډله د افغانستان ۳۴ واړو ولایتونو ته رسیدلې او طالبان یې پر وړاندې مبارزه کې نه دي بریالي شوي.

طالبان بیا داعش ډله دوی ته ګواښ نه ګڼي او د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه خبرې یې بې ځایه رسنیز تبلیغات بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیږدې هره ورځ د افغانستان له مختلفو سیمو د یادې ډلې د فعالیتونو او پر ضد یې د طالبانو د اقداماتو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب