دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد امریکا او روسیې استازو له ط وغوښتل چې نړیوالې ټولنې ته...

د امریکا او روسیې استازو له ط وغوښتل چې نړیوالې ټولنې ته خپلې ژمنې په ځای کړي

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۵) د افغانستان لپاره د امریکا نوي ځانګړي استازي توماس ویسټ پرون (دوشنبه) وویل چې په مسکو کې یې له روسي چارواکو سره په افغانستان کې د دوو هیوادونو پر ګډو ګټو خبرې وکړې.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي ویسټ وویل، له روسي چارواکو سره یې په دې اړه خپل ګډ نظر شریک کړ چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې په ځای کړي.

ویسټ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي «پرون مې په مسکو کې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د روسیې د ملي امنیت له مرستیال سلاکار وینیديک توف سره په افغانستان کې د خپلې لېوالتیا پر ګډو مسلو او په دې اړه خبرې وکړې چې طالبان باید نړیوالې ټولنې ته په خپلو ژمنو ودرېږي.»

تر دې مخکې پرون د کابلوف په قول د روسیې ریانووستي خبري اژانس وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړو استازو پرون (دوشنبې) په مسکو کې د افغانستان په اړه د واشنګټن او مسکو پر دریځونو خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي ضمیر کابلوف د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره له کتنې وروسته ریانووستي خبري اژانس ته وویل، په مسکو کې یې له توماس ویسټ سره د افغانستان د ټولو مسلو د حل په اړه خبرې وکړې.

کابلوف په عین حال کې وویل، که څه هم طالبان هڅه کوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي خو د هغوی هڅې ډېرې پڅې دي.

روسیه له دې سره سره چې د امریکا پر ماتې او د طالبانو پر واکمنۍ خوشاله ده خو حاضره نه ده چې په اوسني ډول د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

تر څو چې طالبانو د ښځو حقونه ورکړي نه وي او مدني ازادۍ یې ډېرې کړې نه وي، ګومان نه کېږي چې د دوی حکومت د نړیوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

د طالبانو د حکومت نه رسمیت په افغانستان کې یوې بلې خونړۍ جګړې ته لار هواروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب