دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

تاند:( دوشنبه، د عقرب څلور ویشتمه)راپورونه وایي، چې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د یوې بلې ځانګړې غونډې د ترسره کولو تابیا نیولې ده.

د یاد شوي سازمان د امنیت شورا دوره یي رئیس ویلي، چې دا غونډه به د افغانستان بشري ناورین او نورې ستونزې وڅېړي او په اړه به یې لازمې پریکړې وشي.

د طالبانو یوه ویاند انعام الله سمنګاني د یادې غونډې د جوړیدو هرکلی کړی او ویلي، چې له دې غونډې څخه افغانستان سره د بشري مرستو د ترسره کیدو، له افغانستان سره د مثبت تعامل او ښو اړیکو په اړه د ښو پریکړو تمه لري.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د افغانستان تر ۹۷سلنې پورې نفوس د فقر کرښې لاندې ژوند کوي او ۳ میلیونه ماشومان یې د خوارځواکۍ او شدید فقر له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

طالبانو له دغه ناورين څخه د خلاصون لپاره تر اوسه کومه طرحه نه ده وړاندې کړي.

دوی تورن دي، چې د افغانستان په اړه له داسې نړيوالو ناستو څخه د بشري ناورين د مقابلې لپاره د مشخصو غوښتنو پر ځای په دې ډېر فکر او خواري کوي، چې نړيوال يې په زوره تر لاسه کړې واکمني په رسميت وپېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب