چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، په کندهار کې یې د داعش پر ضد پراخ عملیات...

طالبان وايي، په کندهار کې یې د داعش پر ضد پراخ عملیات پیل کړي

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۴مه) په کندهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې یې د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د پټنځایونو پرضد عملیات کړي دي.

د کندهار امنیه قوماندان عبدالغفار محمدي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د کندهار لږترلږه په ۴ ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیات د تېرې شپې له نیمايي څخه پیل شول او تر نن (دوشنبې) سهاره یې دوام وکړ.

ده زیاته کړه «تراوسه پورې د داعش ۴ جګړه مار وژل شوي او ۱۰ نور نیول شوي، یوه یې ځان په یوه کور کې والوزاوه.»

داعش په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ځانګړي ډول بمي بریدونه زیات کړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندان له څرګندونو مخکې په دغه ولایت کې د داعش د فعالیت په اړه څه نه و ویل شوي خو مخکې تر مخکې اندېښنې څرګندې شوې وې چې داعش به له هماغه تاکتیکه په استفادې چې طالبانو د پخواني جمهوري نظام پر ضد وکاراوه، د طالبانو لپاره ستر سرخوږی جوړ کړي.

بې روزګاري او سختې بېوزلۍ داعش ته د ځوانانو د جلب او جذب لپاره لاره هواره کړې ده.

په عین حال کې ځینې کسان ادعا کوي چې طالبان خپل پخواني دښمنان، چې دوی عفوه ورته اعلان کړې، عموماً د داعش په نوم وژني.

د طالبانو د استخباراتو یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، په کندهار کې د داعش پر ضد په عملیاتو کې لږترلږه ۳ ملکیان هم وژل شوي دي.

نن د کابل د میرویس میدان په کوټه سنګي کې د یوه مقناطیسي بم په چاودنه کې لږترلږه ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې په ورته برید کې د یوه خبریال په شمول درې تنو ته مرګ ژوبله واوښته او مسولیت یې داعش په غاړه واخیست.

د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته د داعش سختدریځې ډلې له لوري په چاودنو او انتحاري بریدونو کې سلګونه افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

تر ټولو خونړي بریدونه په کندهار، کندوز او کابل کې شوي دي. خو د شمېر له پلوه تر ټولو ډېر بریدونه په ننګرهار کې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب