Homeخبرونهایران: امریکا په افغانستان کې داعش پالي، نور هېوادونه نیابتي جګړه غواړي

ایران: امریکا په افغانستان کې داعش پالي، نور هېوادونه نیابتي جګړه غواړي

تاند:( دوشنبه، د عقرب څلور ویشتمه)د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي نن کابل ته د سفر پر مهال یو ځل بیا امریکا متحده ایالات تورن کړل، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو ملاتړ کوي.

نوموړي په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو پر وخت وویل، چې ځینې نور هېوادونه هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه غواړي په افغانستان کې نیابتي جګړه ولري.

ایراني استازي د نورو هېوادونو نومونه وانخیستل، چې دغه هېوادونه کوم دي؟

د ایران استازي دغه راز هیله مندي وښوده، چې په افغانستان کې د ځواکمن او ټول شموله حکومت له جوړیدو سره به د سولې او ثبات لپاره کار وشي او بهرنۍ دسیسې به ناکامه شي.

ایراني استازي د خپل سفر یوه موخه هم پر ټول شموله حکومت جوړیدو له طالب مشرانو سره خبرې ښودلي.

مخکې د ایران مذهبي رهبر آیت الله خامنه یي هم امریکا تورنه کړې وه، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو ملاتړ کوي.

طالبان بيا په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه ردوي او د خطر په توګه يې نه مني.

دا په داسې حال کې ده، چې نن طالبانو په کندهار ولایت کې د داعش ډلې خلاف د عملياتو د پيل اعلان کړی دی.

طالبانو او امريکا متحده ايالاتو د ايران د تازه ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...