چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد سل فيصده امنيت له ادعا سره، افغانستان کې د ناامنۍ پېښې...

د سل فيصده امنيت له ادعا سره، افغانستان کې د ناامنۍ پېښې لا هم دوام لري

تاند:( دوشنبه، د عقرب څلور ویشتمه) په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، دا ډله ادعا کوي چې افغانستان يې سل‌ فيصده امن کړی، خو د دې باوجود هره ورځ د افغانستان مختلفې سيمې او پلازمېنه د ناامنۍ د پېښو شاهد دي.

نن د کابل ښار په يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه ( کوټه سنګي) کې د يوې چاودنې له امله د څو ملکيانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو.

نن د ننګرهار ولايت له مرکز جلال اباد ښار څخه په يوه هدفي برید کې د يوه طالب جنګيالي د وژل کيدو خبر هم ورکړل شوی.

له دې پېښې پرته له تېرې جمعې ورځې راهیسې د ننګرهار او کابل په څو پېښو کې ۹ تنه نور وژل شوي او ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

طالبان له دې پېښو سره هم مهاله، ادعا کوي چې افغانستان يې سل فيصده امن کړی او د ناامنۍ پېښې صفر شوي دي.

طالبان که څه هم د دغو پېښو دلیل د خلکو شخصي دښمنۍ ګڼي، خو د دوی له واکمنیدو سره د هغو خونړیو پېښو شمېر پينځو ته رسيږي، چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

د داعش ډلې په دغو بریدونو کې تر ۳ سوو زیات کسان وژل شوي او تر ۴ سوو ډېر نور ټپيان شوي دي.

دا د هغو بریدونو له تلفاتو پرته ارقام دي، چې داعش ډله يې په وقفه يي خو دوام داره توګه په ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې د طالبانو پر ضد ترسره کوي.

له داعش ډلې پرته،‌ ډېرې داسې پېښې هم شته، چې پړه يې پر طالبانو اچول کيږي.

په دې برخه کې د جمهوري نظام د امنيتي او دفاعي، عدلي او قضايي سکتور د منسوبينو هدفي وژنې د يادونې وړ دي.

له دې ټولو پېښو سره بيا هم د طالبانو د وياند مرستيال احمد الله وثیق ادعا کوي،‌‌ چې په افغانستان کې امنيت سل فيصده ښه شوی دی.

د‌‌ طالبانو يو شمېر منتقدین وايي، چې دې ډلې سره له سولې او له جګړې لاس په سر کيدو ته يې يوازينۍ هيله دا وه،‌‌ چې امنيتي پېښې او مرګ ژوبلې به ورسره ختمې شي.

د‌ دوی په وینا، د طالبانو له واکمنیدو سره خلک وږي، وزګار او هر څه سقوط شول، خو د امنيت‌ ټينګيدو يوازينۍ هيله هم پوره نه شوه.

2 COMMENTS

  1. په جلال اباد کې ډیر وحشت روان دی، ملګري ملتونه، د بشر حقوقو سازمانونه او د نړیوالو جرمونو سازمانونه باید د ختیځ زون د وحشت نه ډکه فاجعه ودروي، دلته هره مسلکي قشر او رسیدلي ځوانان او پیغلې له تیغه تیریږي، حلالیږي، زوړندیږي، تري تم کیږي، خلک د کورونو نه ویستل کیږي، او په ډیره بې رحمۍ سره وژل کیږي، ویالې د مړو نه دکې دي، سرونه ترې نه قلم شوي دي، د خدای لپاره رسنیو غږ پورته کړئ !!!
    دا کوم کفر او ظلم روان دی، طالبانو د داعش په نوم ډیر بې شمیره ځوانان ترې تم کړل، دلته هر کور کې غم او ماتم جوړ دی، دلته د حلالکو قصابي روانه ده، څوک د ویرې نه خبرونه نشي خپرولی !! باید موږ ټول افغانان د یو بل سره په دې سترې کربلا کې ودریږو او د مظلومو افغانانو غږ نړۍ ته اوچت کړو !!!
    د الله پاک د رضا د پاره د غږ پورته کړئ !!

  2. نو دوۍ خو دا فکر کوي سي موږ هر څه ووايي خلک زموږ په خوله باور کوي. دغه خبيثان دومره ښکرور درواغ وايي سي مخکيني دولت هم دومره درواغ نه ويل. دوۍ به الله ﷻ نور هم وشرموي. لعنت الله علی الکاذبين.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب