Homeخبرونهامريکا: نړۍ بايد د ط پر وړاندې يو لاس او دوی د...

امريکا: نړۍ بايد د ط پر وړاندې يو لاس او دوی د ژمنو عملي کولو ته مجبور کړي

تاند:( جمعه، د عقرب يوويشتمه) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام ويسټ وايي، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه او په يوه غږ عمل وکړي.

نوموړي په پاکستان کې د ترویکا له پرونۍ غونډې وروسته ويلي، چې په غونډه کې ټينګار شوی څو طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د خپلو ژمنو عملي کولو ته مجبوره کړل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په ترویکا غونډه کې‌ وويل، چې هيڅ هيواد په افغانستان کې کورنۍ جګړه او د روان بشري ناورين دوام نه غواړي.

پاکستاني وزير ټینګار وکړ، چې له اوسني وضعيت څخه د وتو لپاره له طالبانو سره د نړۍ تعامل ضروري دی.

افغان سياسي کارپوه فيض الله جلال وايي، چې پاکستان د ترویکا غونډې له کوربه توب سره غوښتل چې طالبانو ته لابي وکړي او د نړۍ مرستې ورته جذب کړي.

نور شنونکي بيا وايي، چې پاکستان به د طالبانو له نرمولو او بدلولو پرته د دې ډلې د نړيوال ملاتړ په موندلو بريالی نه شي.

1 COMMENT

  1. تف لعنت په خنزير پنجاب او دده په غلام طالب. پاکستان د افغان ولس په وينو پيسې جوړوي. طالب خنزير هيڅ افغاني غرور نه لري دغه موزيان په پنجاب کې زيږيدلي حراميان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...