یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهقریشي په ترویکا ناسته کې؛ د افغانستان د سولې او ثبات لپاره...

قریشي په ترویکا ناسته کې؛ د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ط سره تعامل په کار دی

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شلمه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د افغانستان په اړه د خپل هېواد په کوربه توب د ترویکا غونډه پخپلې وینا پيل او له نړیوالو وغوښتل، چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره طالبانو سره تعامل وکړي.

نوموړي په دې غونډه کې د متحده ایالاتو، چین،روسیې او پاکستان ګډون ته په اشارې وویل، چې یاده غونډه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه مرستو کې مهم رول لوبولای شي.

د پاکستاني وزیر په وینا، له طالبانو سره تعامل به سبب شي، چې په سیمه او افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو خطر کم او فضا پرې محدوده شي.

هغه په ورته وخت کې خبردرای ورکړ، چې له دې پرته به افغانستان د کورنۍ جګړې، اقتصادي پاشلتیا، بې ثباتۍ، د ترهګرو ډلو د بیا فعالیت او کډوالۍ بحران د شدت شاهد وي، چې دا وضعیت هیڅ هېواد هم نه غواړي.

شاه محمود قریشي یو ځل بیا له نړیوالو وغوښتل، چې افغانستان ته عاجلې بشري مرستې واستوي او په روغتیایي، تعلیمي او خدماتي برخو کې خپلو همکاریو ته شدت ورکړي.

یاده غونډه، چې نن پيل شوې، د ورځې ترپایه ممکن دوام وکړي او د غړو هېوادونو استازي هم پکې ویناوې وکړي.

له دې غونډې څخه یوه ورځ مخکې یانې پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم په یوه سفر پاکستان ته لاړ.

تمه کیږي، چې هغه به هم د نننۍ غونډې له ګډونوالو سره ډله ییزه یا جلا جلا لیدنې ولري.

1 COMMENT

  1. پاکستان اوس د تعامل په پلمه يې په دنيا په رسميت پېژني. تر هر څه مخکې بايد پاکستان او طالبان دواړه د دنيا په تعامل ځان پوه کړي. نړۍ چې څه ورته ويلي هغه دې عملي کړي. پاکستان د افغانستان اشغالول غواړي او دا کار ورته اسانه نه دی. يو پوروړی پاکستان د افغانستان د هضمولو په تکل کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب