پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو خبریالانو تښتونکی او د ځانمرګو بریدونو سمبالګر د کابل والي...

د بهرنیو خبریالانو تښتونکی او د ځانمرګو بریدونو سمبالګر د کابل والي ټاکل شوی

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شلمه) د INDEPENDENT.IE په نوم رسنۍ، په یوه تازه راپور کې د طالبانو له لوري د کابل ولایت لپاره ټاکل شوی والي تورن کړی، چې په افغانستان کې یې ګڼ بهرني خبریالان تښتولي او دغه راز یې ځانمرګي بریدونه سمبال کړي.

سرچینې د قاري بریال په نوم ټاکل شوی دغه والي همدا شان له القاعدې ډلې سره په اړیکو تورن کړی او ویلي، چې هغه له یادې ډلې سره نیږدې اړیکې لري.

قاري بریال د طالبانو د عمومي مشر ملا هیبت الله اخندزاده ( چې دوی یې امیرالمومینین ګڼي)  په یوه ډله ییز فرمان کې چې د ۴۴ لوړپوړو ولایتي چارواکو د ټاکلو په تړاو و، د کابل والي ټاکل شوی.

د INDEPENDENT.IE په حواله، امریکا قاري بریال د طالبانو هغه مشر باله، چې القاعدې سره نیږدې اړیکې لري او ګومان یې کاوه، چې نوموړی به یوه لسیزه وړاندې د دوی د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی وي.

راپور زیاتوي، چې خبره برعکس وه، قاري بریال د شمالي ولایتونو د طالبانو مشر او په کابل او شاوخوا کې یې د بریدونو مسول ټاکل شوی و.

قاري بریال په دې هم تورن دی، چې دوه فرانسوي خبریالان یې تښتولي او په کاپیسا ولایت کې یې د فرانسوي ځواکونو پر ضد یو ځانمرګی برید هم پلان کړی و.

طالبانو د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی ډېر ګومارل شوي چارواکي او اول لاس مشران د نړیوالو ترهګرو په تور لیست کې شامل دي.

یوازې د طالبانو د کابینې ۱۷ غړي په نړیوال تور لیست کې شامل دي.

1 COMMENT

  1. دا یواځی قاری بریال نده چې د هغه لاسونه زموږ د هیواد د لسهاو بیګناه انسانانو په وینو ککړ دی ،یو زیادشمیر نور طالب چارواکي هم په ځانمرګي بریدونو په تنظیم، په لویو لارو کې د بمونو په ایښودلو، د تسلیم شوو کسانو په قتل عام او کابل ښار او د هیواد نورو لوی ښارونو کې د سلهاو هدفی وژنو کې لاس درلو، او د طالبانو ویاند ذبیح البشر مجاهد به د دې ټولو ظالمانه او ناروا قتلونو ضمه واری په ډیر ویاړ په غاړه اخست ، لوی خدای عادل ذات دې انشاالله هر یو سره به محاسبه کیږي.
    طالبانو زموږ د هیواد د زیاتو کم ۱۰۰ زره کورنۍ یوازنۍ عاید راوړنکی شهید کړي او اوس هغه څو زره افغانی میاشتني معاش چې پخواني دولت د شهید شوو کورنیو یتیمو ماشومانو د خرڅی لپاره هره میاشت هغوی سره مرسته کول هغه پیسی هم طالبانو ودرول ، او لسګونه زره کورنۍ یی پدی ژمی کې له معاش او تنخوانه نه محروم کړی غیر لدی نه کم او زیاد ۳۰۰ زره نور د پخواني دولت ملکی او نظامی کارکونکي همدا راز په سلهاو زره ښوونکي طالبانو له خپل معاش او میاشتني تنخوا نه محروم کړي او د ټول ولس په ځورولو او شکنجی سره یی زموږ د هیواد بشری حالت د ملګرو ملتو د چارواکو په حواله ( د تاریخ په یوی بی ساری بشري ناورین ) اړولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب