جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبریتانیا افغانستان ته ۶۸ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه

بریتانیا افغانستان ته ۶۸ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهمه) ‏د بریتانیې حکومت نن له افغانستان سره د ۶۸/۴۳ میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړ.
د بریتانوي صدراعظم دفتر ويلي، چې دا مرسته به د افغانستان زيانمنو خلکو، په خاص ډول ښځو او ماشومانو ته مصرف کړي.
ويل شوي، چې دا مرسته، په تېره سپتمبر مياشت کې افغانستان ته د اعلان شوې ۳۹۱ ميليونه ډالرو له بوديجې ورکول کېږي.
ويل کيږي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره، نړيوالې ټولنې له افغانستان سره مخکینۍ اعلان کړې مرستې هم درولي.
د پاکستان په ګډون، چې د طالبانو د واک ته رسولو او ملاتړ اساسي سرچينه ياديږي، د نړۍ هیڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.
امريکا متحده ايالاتو، خو د طالبانو د واکمنیدو له کبله، د افغانستان شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره پانګه هم کنګل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په بېساري تاريخي اقتصادي او بشري ناورين کې را ګیر دی.
د افغانستان ۲۳ ميليونه وګړي د خوراک ډوډۍ نه لري، ۳ ميليونه ماشومان د لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره مخ دي او نيږدې هره ورځ د افغانستان له ځینو سیمو د وږو خلکو د مرګ راپورونه خپريږي.

1 COMMENT

  1. له خپلو اسلامي منافقانو او ګاونډيو هېوادونو نه آخر د افغانانو غمخور د طالبانو په لهجه خوارج، نصاراوو، ملحدين په سختو حالاتو کې خپل بشري مرستې کوي.
    او همدا طالب نن ورته ټيټي سترګې لاس په نامه ولاړ دي چې نن به يي له ځان سره څومره په پټه د شکراني الحمد لله الحمد لله په ځان چوف کړي وي.
    مننه ملحدينو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب