Homeخبرونها.ا: ۶۵ نور داعشیان راته تسلیم شول

ا.ا: ۶۵ نور داعشیان راته تسلیم شول

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهمه) ‏‏په ننګرهار کې د طالبانو د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې ۶۵ داعشیان ورته تسليم شوي دي.

د دوی په وینا، ياد شوي داعشیان د کوټ او بټي کوټ ولسواليو د قومي مخورو په منځګړيتوب ورته تسليم شول.

طالبانو ادعا کړې، چې ورته تسليم شويو کسانو په خپلو تېرو کړنو يې پښيماني وښوده.

په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو مشر ډاکتر بشير وايي که یاد کسان بیا ځل دولت ضد فعالیتونو ته مخه کړي قانوني چلند سره به مخ شي.

هغه څه موده مخکې، دوی ته د ۵۰ نورو داعشیانو د تسلیمیدو خبر هم ورکړی و.

داعش ډلې د طالبانو دا ډول ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د داعش ډلې د فعالیتونو د پراختیا خبرونه ورکول کېږي.

د طالبانو په ضد د مقاومت عالي شورا یوه غړي حاجي محمد محقق پرون وویل، چې داعش ډله به زر د طالبانو له منځه خپل بيرغونه پورته او د دې ډلې خلاف خپلو جګړو ته زور ورکړي.

طالبانو بيا داعش یوه مزاحمتي ډله ګڼلې او ويلي، چې جدي ګواښ نه دی.

خو د متحده ايالاتو او روسیې په ګډون ګڼ مهم قدرتونه په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتيا او پراختيا په اړه پرله پسې انډيښنې څرګندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...