جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+اصغر افغان ولې استعفی ورکړه

اصغر افغان ولې استعفی ورکړه

اصغر یوه ورځ وروسته تر دې د استعفی ژمنه وکړه چې افغان لوبډلې له پاکستان سره لوبه بایلوده. په دې لوبه کې اصغر افغان یوازې لس منډې وکړې چې په خواله رسنیو کې سخت انتقادونه پرې وشول.

دا نیوکې په ځینو مواردو کې له چوکاټه بهر وې، ځکه چې یوازې د ښاغلي افغان تر لوبې نه راڅرخیدې د ده سخصیت یې هم ترسوال لاندې راووست.

ښایي دا انتقاد کوونکي به له دې نه وي خبر چې هیڅوک دا حق نه لرې چې د بل انسان شخصیت توهین کړي او له دې به هم نه و خبر چې:

لومړی: د اصغر اوسط د یوه بیسټیمن په صفت په لومړۍ درجه لوبه کې  ۴۴ اعشاریه ۳۰ ته ورسید.

دوهم: اصغر ته د کرکټ مبصرین په دې سترګه ګوري چې دی یو ډیر تکړه کپتان و.

دریم: یوازې دولس هیوادونه د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري چې یو یې افغانستان دی چې د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۴ یې د دې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او هغه وخت اصغر افغان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان و.

د سږکال د جولای تر میاشتې په نړۍ کې ۱۰۶ هیوادونه د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړی دی او دا پاتې په لسګونو هیوادونه چې د نړۍ ډير لوی هیوادونه لکه د امریکا متحد ایالتونه او جرمني هم پکې شامل دي هڅې کوي چې د کړکټ د نړیوالې شورا تر بشپړ غړیتوب پورې ځانونه ورسوي.

د کرکټ د نړیوالې شورا سرپرست اجرایي مشر جیف ادریس په یوه بیان کې اصغر افغان ته په راتلونکې کې د بریا هیله کړې او دا تمه یې ښکاره کړې ده چې اصغر په راتلونکې کې هم د کرکټ له دنیاګۍ سره پاتې شي.

اصغر د کرکټ د نړیوالې شورا د اعلامیې له مخې په اوو لویو نړیوالو سیالیو کې لوبیدلی دی. ده خپله لومړۍ لوبه دولس کاله مخکې له سکاټلنډ سره وکړه، په ۲۰۱۸ کال کې یې د ټسټ لومړۍ لوبه وکړه.

دی څلور کاله مخکې د افغانستان د ملي ټیم کپتان وټاکل شو او د یکشنبې په ورځ یې له نامیبیا سره تر لوبې وروسته چې ده پکې ۳۱ منډې وکړې رسما خپله استعفی له نړیوال کرکټ څخه وکړه.

په تیرو شلو کلونو کې به د ګوتو څو په شمار لوبغاړې تل یادیږي  چې د افغانستان د کرکټ  د ملي لوبډلې د چټک پرمختګ سبب شوې دي، په دغو لوبغاړو کې یو اصغر افغان دی چې د یکشنبې په ورځ یې د شل اورونو په نړیوال جام کې له نامیبیا سره تر لوبې وروسته اوښکې وڅڅیدې او ویې ویل چې دا پریکړه ماته ډیره سخته وه، خو ښه ده چې ځوانانو ته ځای خالي کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب