جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+سم اند- فلسفي وییونشننه

سم اند- فلسفي وییونشننه

        ډاکتر ماخان مېږی شینواری

 Vernunft هوښیارتیا

ما ورته هوښیارتیا ویلي په پای کې یې روښانه ونه.

د یوې ژبې په بله ژبه ژباړه هم د یو لړ ستونځو او پرېپوهېدنو سره په جنجال کې ده، خو سړی باید په دواړو ژبو ښه وپوهیږي.

هوښیارتیا Vernunft په ورخنۍ کارونه کې د فکر یا اند له لارې و پېژندنې ته یوه ټاکلی اروایي انساني بډایېنه په نخښه کوي. د کریستیان وولف په ترمینولوژي تکیه کارونه له پوهنتوان Verstand څخه رابندیږي، چې هغه کتنو او تجربو شي حالتونه رانیسي او داسې و هوښیارتیاتوان وربخښي، چې ټولیز سره اړوند باوري پایونلاس ته راوړنه راوتړي، د هغې کتنې وپېژني او لارې همداسې اصول ورته کېږدي یا لارئ ورته وټاکي. ترهغې پورې چې دا کړه وړه، ارزښتټاکنې Wertbestimmungen یا د اخلاقو اړوند سړی د عملي هوښیارتیاغږیږي او د دې کلمې لاندې د پرينڅیب و بډايېنې ته کړنتوان چې خپلې غوښتنې وټاکي، ورزیاتیږي. 

ځکه چې په پېژندنو او پوهنو ودانه کارونه تیوریتیکي هوښیارتیا بولې. ریالیټي بېرته د ،، هوښیارتیاوالي،، کلمه ده، چې د غوره والي (په لږ څه ډېر لاس ته راوړل) د اقتصادیوالي او اقتصادي اصولو هم د حقولي یا  اخلاقي خبرو Diskursethik په لور لوریزېدی شي.

د کلیمې هوښیارتیا منځپانګه په بېلابېلو ډولونو ټاکل کیږي.

د پېژندنې کلمې ته پوله لرنې د پوهېدنتوان کلمه نن د ټولو حالتونو لپاره کارول کیږي، په کومو کې چې فینومېنونه(۱) ځانګړي څېړل کیږي، له لویو په بر کې نیولو ګډاړیکو را بېل شوي. په ورځنۍ ژبه کې دواړه کلمې نه کره یو له بل سره توپيريږي. 

(۱) پېژند: Phänomen (نوم) هغه څه چې ځان څرګندوي، احساسوي (هکپککونکې څرګندېدنې):

 ،، فزیکي، میتیورولوجیکي، کمپیدا، ورځنۍ څرګندېدنې. پیداېښتونه او نور

فلسفي: څرګندېدونکی، احساسونکو ته ځانښودونس، ځان پېژندنې ته وړاندې کېدونکی شعورمنځپانګه. پای.

په ورځنۍ ژبه او هم د فلسفې په تاریخي کې د، هوښیارتیا،، په نخښه کونه ډېرې پرېپوهېدنې لري، چې یو بل غوڅوي، دا په دې پرېپوهېدنه، چې ګډغوڅی لري. له یوې خوا دا د پېژندنې  او پېژندنګټنې یا لاس ته راوړنې لپاره بنسټ کیږي، داسې چې دا یو سیستماتیک او یو اړوندونورشو د پوهې لپاره وړاندې کوي. په ورسره بلده توګه هوښیارتیا له پوهېدنتوان د پېژندنبډایېنې یا د ډېرو بېلابېلو کوګنیتیو(۲) توانوالي  په څېر یا ګډاغیز په څېر توپیریږي. بلې لور ته هوښیارتیا د هوښیارې کړنې په پرېپوهېدنه کارول کیږي. په دې موخه هوښیارتیا یو نورماتیو، فلسفي ایتیک ( normativephilosophische Ethik) مدلل کوي، چې  بل حالت ته د تګ اجازه نه ورکوي. لکه چپ قضا کې. دا به نور دلته بس کړو.   

دلته خبرې نورې ایدیالیزم او ماتریالسزم ته وځې.

له دې وروسته به نورې دا دلته په لیکنه راغلې  اړونده لیکنې راوړو:

Der Verstand پوهېدنتوان

پوهېدنتوان په فلسفه کې، بډایېنه ده، چې کلیمې جوړې کړي او دا (رښتیا) قضاوت سره وتړي.دا اوس د دې کلیمې کارول د اېمانول کانت له لورې پراخه شوه، چې هغه دا پوهېدنتوان ډېر وخت د هوښیارتیا مخامخ ودراوه او هغه يې له احساسونې هم توپیر کړ.

Vermögen (زړه يوناني δύναμις dýnamisلاتین potentia پښتو: بډایېنه) 

بډایېنه، توان، دینامیک د انتیک منځنۍ یا زړي کلمه ده، په ځانګړې توګه د اریستوتالس په فلسفه کې.د اریستوتالس په فلسفه کې دشی یا نوم خویونه په نخښه کوي، چې په خپل ځان کې  یا یو بل څه کې  د بدلونونو ټاکلی ډول راوستلی شي یا کېدونکي (ممکن) کولی شي. دلته خبره په دې کې ده، چې د بدلونونو له لارې، که رامنځ ته شي یا راشي، نو یو نوی څه منځ ته راځي او له دې سره یې شتون شته کيږي( له دې امله بډايېنه یا څه لرنه). له دې سره یو څه رېښتونی کیږي، چې هغه د مخه یواځې توانیز –  لکه د کېدونوالي په څېر – شته وو.  د ارېستوتالېس د موخې سره سم د مخ ته نیول شوي ( چې ګوندې باید وشي) د کړنې او توان  توپیرونه د توان بډايېنه – د شته کېدلو کېدنوالی – د کړن ( یوناني Substantiv پښتو: نوم) په مخامخ رېښتینوالي.  

د یوه شي خوي  د یوې بډایېنې ځانګړتیاوې په ګوته کوي، چې دنورو خویونو په توپير بنسټیز ناکتنوړ ( ښه یې : ناڅاروړ) وي. احساسونه ټیک د هغې (یا هغې ته) اړوند لیکل شوې اغیز رامنځ ته کېدل دي، نه پخپله د دې بدایېنې شتونلرنه. له دې امله دېره سره د منلو نه وي، چې دا وی ،، بډایېنه،، د ټولیزو اړیکو لپاره  مساعد وي. کریتیکوال په اند دي، چې دا کلمه ټیک د لږوختنې بلل یا په نخښه- ونه ده، نه د پوره کتنې کوزال – یا لامل-اغیز- اړیکو( کوزال اړیکې وګورۍ)   لپاره.  

Kausalität causal relationship علاقة سببية ، رابطه علّی;لامل – اړیکه

کوزالیټي د لامل او اغیز په منځ کې اړیکې دي. هغه د پېښو او حالتونو پسې راتلنې په ګوته کوي، چې یو بل سره اړوندوالی لري. له دې پسې A یوه لامل دی د اغیز B  لپاره، که B  له A .

Wann ist eine Handlung kausal?

یو بوختوالی یا کړنه کله کوزال یا لامل-اغیز ناکه ده؟

یو بوختوالی کوزال دی، چې له هغې پرته فکرکړنه نه شي کېدی، بې له دې چې څرګند یا لیدوړه بریا په کې نه وي. دا بریا ابجکتیو ګڼلوړ ده، که دې کړنې یا بوختیا یو حقوقي نامنلوړ خطر منځ ته راوړی وي.     

Kausalzusammenhang (نوم: لامل-اغیز- اړیکي ): 

په ځانکړې توګه فیلوسوفي سم اند

د پېښو په لامل او اغیز ودانو اړیکو په اصول یا لارو .

،، د دې پېښو په منځ کې یو لامل اغیزمن اړیکه شتون لري یا شته دی،،.  

د لامل-اغیز- اړیکې څه شی دی؟

که د دوه نخښو په منځ کې یوه  د لامل او اغیز په منځ کې یوه اړیکه شتون ولري، نو سړی د له کوزالیټي ( لامل-اغیز-اړیکو) غږيږي. Korrelationen کړی شي په لامل- اغیز- اړیکو ته  یوه لار وي. که څوک یو څه ډېر سکوي( پېژندنخښه X)، یو جګ ریزک لري چې د سږو سرطان ( پېژندنخښه Y ) باندې ناروغه شي.

Korrelation : یو کوریلاشن یوه شننه ده خو د لامل-اغیز-اړیکه په یوه یا بله لور، داپه دې پرېپوهېدنه چې له یوه توانمنې اړیکې لاسته نه راځي، چې یواځنی لامل-اغیز-اړیکې شته.

بېلګه: له حقیقته، چې په ووړي کې  د خوراک یخخرڅلاو ډېر وي، لمرسېزنه ډېره رامنځ ته کیدی شي. 

Kausalität کوزالیټي په دې پرېپوهېدنه، چې د اوښتونو(Variablen ) په منځ کې یو روښانه لامل-اغیز –اړیکې شته وي. په نورو ویونو کوزالیټي هلته مخ ته لرو، کله چې ته پوره پوهېږې، چې کومه اوښتونې کومه اوښتونې اغیزمنه کوي.

 Gedanke فکرتوان: یو فکرتوان یا اندتوان دی، په څه چې فکر شوی یا په یو څه چې فکر کیږي، یو اند، یوه لیدلورې یا یوه پېښه همداسې یوه کلمه یا یوه ایدې ده. فکري توان  د فکر په پروسه کې یوه لاس ته راوړنه  او یوه بنسټبرخه ده. فکرتوان د یوې پرېکړي، یوې کلمې یا یوه له دواړوګډوله  فکرپروسې بڼه ده.

د پېژندنې Erkenntnis  کلمې لپاره یو یووالیز پېژند شتون نه لري. په لومړۍ نږدېونه کې سړی کړی شي پېژندنه د  یوه د تجربو یا کتنې له لارې کټلې پوهې پروسې په څېر و ښوول شي یا په نخښه دي. 

  فکرکونه Denken

 له فکرکونې څخه ټولې ( سایکولوژیکي) تېرې یوځایکونې، چې له دنننۍ کړنې د خیال، یادونو او کلمو د یوې  پېژندنې جوړونې یا بڼه ورکونې هڅې کوي، پوهېږو. په دې کې ډېر یواځې د فکرکونې پایټکي شعوري کیږي، نه فکرپروسه، چې له هغې منځ ته راځي. 

فکرکونه په ټولیزه توګه له احساسونې او خیال کونې توپېریږي. دا په قانون یا لار له دې سره مدلل کیږي، چې احساس یا درکونه او خیال  ناپوهېدنیز دي، مګر فکرکونه پوهېدنیزه یا پرېپوهېدنیزه ده  یا propositional را اخستل کیږي. فکرکونه کېدی شي په تصادف ولاړه وي، توکلي د احساساتو، حالتونو موخه یېزو ویېنو ( افادو) یا کسانو څخه منځ ته راغلې وي یا ذهنی-جوړختیز ودیز شوی وي. 

اوتومات فکرکونه، چې بېشعوره، بې له نیته، په خوښه او بې له ستونځو څخه مخ ته ځي، خو کېدی شي له کنترولي فکرکونې توپیر شي، چې شعوري، قصدن، په خوښه او پراخ دی. په ورځنۍ ژبه کې فکرکونه هم په کړونې بڼه: ،، زه فکر کوم،، او هم په، درککونې بڼې: ،، زه یو فکر یو اند یو خیال لرم،،. Daniel Kahneman دانیل کانېمن هم یو،، سیستم ۱ ،، ، چې اوتومات او چټک کار کوي توپیروي ، له ،، سیستم ۲ ،، څخه کوم چې هغه ستونځو ډک خوی کارنده ، پاوړتیا غواړې،  په ګوته کوي. د دویم سیستم بوختیا  ډېر له دې ، بنسټیزوالی، ټاکنخپلواکوال او فکر راټولونې سره ګډیږي.  دا موضوع به نوره دلته راوتړم.  دا چې فکر کونه څنګه پېښیږي یا منځ ته راځي، د بېلا بېلو دسڅپلینونو د کشفولو اله ده.‎ موږ یې نور نه څېړو.

د ویېنې (افادې) Proposition (یوه وړه غونډله یا جمله، چې رېښتیا ارزښت یې ښونوړ وي) سره سړی په ژبپوهنه، ټیک یې ویل په ژبپوهنې سیمانتیک کې، منځپانګه، چې د هغې سره یوه غونډله ویل کیږي، په نخښه کوي.

پروپوزېشن د غوره خویونو په څېر لري، چې هغه یو رېښتیاارزښت غوره کوي، داپه دې پرېپوهېدنه، چې دا غونډله رېښتیا یا نارېښتیا کېدی شي. 

(۲) ګوګنیتیوkognitiv

     Was sind die kognitiven Fähigkeiten?

کوګنیتیوه توانمندي شی دی؟

له کوګنیتیو څخه ټولې د روحي احساسونو او فکرکونو پروسو ته کېدنې پوهېدل کیږي. د انسان کوګنیتیو توانمندي کړی شي د چاپېریال څخه اورېدنخښې احساس کړي او هغه په کار واچوي – کوګنیڅیون یا کګنېشن تل او هرچېرته میندلکېدی شي.  

Was ist eine kognitive Leistung?

کوګنیتیوه توانمندي څه شی دی؟

د کوګنیتیو قدرت توانمندي لپاره لاندې نخښې غوره دي: احساسونه، پاملرنه، فکرکونتوان، زدکړې توانستونخوبي توانوالی، بدلېدنتوان او نور.

 Was sind nicht kognitive Fähigkeiten?

نه کوکنیتیوې توانمنیدیوالی څهشی دی؟

پېژند: نه کوګنیتیو توانمندیو پورې اخلاقی توان، سختسري، ټیم- یا ګډکار، سوسیالبوختیاوې، ځان په کاراچونه اړه لري.

دا د نور په څنګ کې د ځغاستو له لارې هم ښهکېدی شي او هغه ویل شوي څه پهکار اچول، یو څه بیا بیا کونه او د دې لپاره نور سپورتونه او نور او هغه کړنې، چې ماغذه په کار اچوي. پوهان میندلې، چې بدنبوختیا نه ځانله فزیکي ګټهلري، دا د مغذ روزنه  هم پیاوړې کوي.

Was gehört zu den kognitiven Fähigkeiten?

Kognition“  پېژندنتوان (؟) پورې کوم توانوالي اړه لري؟

دا „Kognition“ کلمه)پښتو یې: پېژندنه، پوهېدنه vom lateinischen cognitio für „Erkenntnis“ )  د پروسې او جوړښتونو یوه له ډېرو کلمو جوړه کلمه ده، چې د معلوماتو را نیولو د په کاراچولو او سپما کولو پورې اړه لري.   په دې پورې د نورو په څنګ کې احساسونه، پاموړوالی، فکري یاد، ژبه، فکر کونه او ستونځوبي همداسې ایتېلېګنت ( پیداېښتي هوښیارتیا (هوښیارتیاتوان) یا ذکاوت) ګڼل کیږي.  

پېژندنه  Erkenntnis

اندونه، چې د اغیزو او تجربو  په کار اچولو له لارې  لاس ته راغلې وي

،، یوه تاریخي، باوري شوې پېژندنه،، چې پېژندنه، د پېژندنې توان( د فلسفي پوښتنو له لارې)  ،، د پېژندنې پولې سره ټکر شي،،

Wie funktioniert Erkenntnis? 

پېژڼدنه څنګه کار کوي؟

پېژندنه تل د یوه پېژندلکېدونکي سبجکت او یوه پېژندل شوي (ابجکت) اړیکې خوندي لري. پېژندنه کړی شي همداسې په یوه شيحالت همداسې لکه یوې پروسې اړیکې ونیسي. پوهېدلو ته به پېژندنه شي، که پېژندنه د پېژندنې سبجکت خپلواک باوري وي.

Wie kann ein Erkenntnisgewinn erzielt werden?

سړی څنګه پېژندنګټنه لاس ته راړلی شي؟

پېژند: یو فینومين یا یو شی وټاکی. وشنی. یو شی یا فېنومېن د خپلو خویونو له مخې لیکنیز روښانه کړۍ.

ولیدیر Validieren. یوه تېزې یا هیوپوتینېزې ومنۍ/رد کړۍ.  تشخیص کول. 

Wie gelangt man zur Erkenntnis?

سړی څنګه پېژندنو ته لاسرسی پیداکوي؟

راشنلستان( په هوښیارتیا ودان کسان)، د بېلګې په توګه Descartes, Spinoza او  Leibniz غوښتنې لرلې، چې پېژندنه له سوچه فکر یا اند څخه کېدونکې ده. انسان تحربو ته اړ نه دی، چې د هغې پېژندنه له نړۍ او هغې سم اندیز جوړښت څخه ولري. … لومړی (sinnliche حسي) تجربو له لارې پېژندنه راپیداکیږي یا لاس ته راځي. 

Was sind Quellen der Erkenntnis?

د پېژندنې سرچینې کومې دي؟

د ما په اند یې سرچینې هوښیارتیاوې(  Rationalismus )، تجربې (  Empirismus) او وړاندې شوي کریتیڅيزم (Kritizismus ) دي. دا درې بنسټیز اندونه موږ ته د پېژندنو پولو پسې پوښتنې هم ځوابوي.

Was ist Erkenntnisleitendes Interesse?

پېژندلارښودیزه مینه څه شی دی؟

پېژندلارښودیزه مینه په ټولیزه زبکارونه کې نیت په ګوته یا نښه کوي یا بولي، لکه د یوه ټول پېژندلارچې د یوې څېړنمخ ته لرل یا نورو څېړنو، هم په لارښودیزو پوښتنکونو پلي کوي.

Was bedeutet Erkenntnisgewinnung?

پېژندنګټنه څه پرېپوهېدنه لري؟

پېژندنګټنه د پيداېښتي روزنو یوه  توکیزه برخه ده: د پوهنیز فکر – او کارډول څخه کار اخستو سره کړی شي دا زدکړی په دې کې ملاتړ شي، چې پیداېښتپوهنیزو پېژندنو باندې وپوهېږو، ، د لرلو پوهو سره په خوزښت راولو او دا مخ ته لرلی پیداېښت.

Was ist der Forschungsgegenstand?

کشفون اله څه شی دی؟

د کشفون الې لاندې سړی ټيک پېژندل شوي موضوع یا فینومېن  پوهیږي، چې په یوهپوهنیز کار یا لیکنه کې باید وڅېړل شي. هغه ستا د درسلوستلو په ريښه لور ودان دی او د روښاونپوښتنو لپاره وتونټکی دی.

Was versteht man unter Selbsterkenntnis?

سړی د ځانپېژندنې لاندې څه پوهیږي؟

ځانپېژندنه د یوه کس د خپل ځان په هکله یوه پېژندنه.

Was kann ich wissen Erkenntnistheorie?

زه په څه کړی شم و پوهېږم پېژندتیوري؟

پېژندتیوري یوه فلسفي بنستلور ده، چې د کانت څلور پوښتنو څخه ،، زه څه کړی شم پوه شم؟،، پسې ځي. نو هغه د لارو پوښتنه کوي، په کومو چې رښتیایېنه پېژندل کیږي.

Wann Erkenntnis und Beschluss?

پرېکړې او پېژندل کله؟

په قضا کې : پېژندنه او پړېکړه

که شکایتونه او دعوا رد شوي نه وي یا نه وي درول شوي، نو قضا حقوقي  شیان د پېژندنې له لارې سرته رسوي. پېژندنې د جمهوریت په نامه اعلانوي او پای ته رسوي.

Wie gelangt man zu Wissen?

څنګه پوهې ته لاسرسی لرو؟

د دې لپاره چې یو څه په یو څه وپوهېږو، نو باید سړی دا څه له یو بل څه څخه توپیر کړی شي. سړی باید داوپېژنې. که سړی یو څه پېژني، نو هغې ته خویونه لیکي، ځکه چې خویونه هغه څه دي، چې سړی یو څه له نور څخه ټوپېروي یا بېلوي. 

Ist Erkenntnis eine Abbildung der Außenwelt?

ایا پېژندنه د دباندنۍ نړۍ یوه څېرونه یا څېره ده ؟

د درې پرخېدونو( یابعدونو) احساسونې توان په څنګ کې به د ډېرې پراخېدونې یا بعدي احساسونې توان هم د اند وړ وی، خو دا دموږ هوښیارتیا له لارې ريښتونی کېدی نه شي. له دې امله پېژندنه نه هرومرویېز د دباني نړي څېرونه ده، ځکه چې موږ د هوښارتیا د راتنګېدنې بندیان یو. 

Was bringt Selbsterkenntnis?

ځانپېژندنه څه ګټه لري؟

ځانپېژندنه له تا سره مرسته کوي، چې ته پخپله پوه شې، که کله پوه شې، چې تا په دننه کې دې ته  څه رابولي او هڅوي ، ته به له ځان سره به  ځان پخپله پام وکړې، ته به د خپلو احساساتو، کړنو  لپاره روښانونه ولرې او داسې به دنننۍ ارامتیا او … وګټې. 

Wann weiß man etwas?

سړی کله څه پوهيږي؟

سړی لومړی هلته کړی شي وپوهیږي، چې په همهغه اړونده  اند وي: غونډله،، زه پوهېږم، چې باران وریږي، خو زه په دې اند نه یم، چې باران وریږي.،، دابه یو ځانیز ( د (خپل) ځان سره) مخامخوالی وي. 

پای پاموړ:

یو څو لیکنې مې د سم اند ولیکلې، ښې لوستل شوي.دا چې ځنې لیکنې اوږدې دي، نو کله، کله مې له توانه ووزي. اوس مې نیت کړی، چې ځنې د فلسفي او همداسې د منطق یا سم اند کليمې د پېژند سره ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم. د دې لیکنو سره دموږ هیوادوال، ځکه بلد نه دي، چې عربي یا دري دي او باور وکړۍ، چې ډېر درانه دي، زه یې د شمېرپوهنې کتابونو، د شمېرپوهنې سم اند کې د نورو استادانو لیکنې ګورم، ما خو دا روښانه کړې، چې په پښتو هم لیکلکېدی شي، دا غواړم، دا ټولیز سم اند غواړم په پښتو وازمایم. د داسې ویونو او شننو رانیول پخپله خټه کې پوره ستونځمن دي او بیا یې له نورو ژبو رانیول.

داسې له ډکشنریو رانیول شوي:

و ماته د ن ج څخه دوه ډوله ډکشنرۍ په رلاس راغلي، یوه کې یې د بېلګې په توګه الماني هر وی یو وار او په بله کې څو واره په انګرېزي  ژباړل شوي، چې پوره ستونځې زېږوي او دا اوس به یې روښانه کړو.

لومړی:هر الماني وی په یوه انګرېزي ا نور ویونواړول شوی::  Vernunft، انګرېزي: reason، عربې پښتو او درې یې: السبب ، دلیل

 دویم: هر وی په درې وینو روښانه شوی.

Vernunft،، sanity،rationality، reason

۱ – انګرېزي: reason ، الماني:  Grund ، عربي: السبب، فارسې: دلیل،   پښتو: دلیل    

۲ -انګرېزي:sanity  ، الماني: Vernunft ، عربي: الصحة العقلية، درې: عقل ، پښتو: سالمیت( ما (لیکونکي) هوښیارتیا بللې)

۳ – انګرېزي: rationality ، الماني: Rationalität،عربي: العقلانية، فارسي: منطق، پښتو: سم اندیز

د دې لپاره چې په پوهنیزو نومونو او وییونو ښه  وپوهېږو، باید د یو څو ژبو، داپه دې پرېپ،هېدنه، چې هرو مرو عربي او فارسي په ې خوندي راځي او په پرمختتلو ژبو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب