Homeخبرونهمجاهد د ط مشرانو د بهرنيو سفرونو جزییات رسنيز کړل

مجاهد د ط مشرانو د بهرنيو سفرونو جزییات رسنيز کړل

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهمه) د طالبانو د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت سرپرست ذبیح الله مجاهد، یوشمېر  هېوادونو ته د خپل رژيم د پلاوو د سفرونه پایلې له رسنیو سره شریکې کړې.
مجاهد وویل چې د طالبانو د امارت مسوولین شپه او ورځ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره په اړیکه کې دي چې د اسلامي امارت او د نړۍ هېوادونو ترمنځ د اعتماد او باور فضا رامنځته کړي.
مجاهد زیاته کړه چې له څو استثنايي مواردو پرته په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی دی او د دوی اړوند ارګانونه د امنیت د لا ټینګښت او اقتصادي ودې په خاطر کار او هڅې کوي.
هغه څرګنده کړه چې په تېرو ۲۰ ورځو کې د طالبانو اسلامي امارت پلاوو ایران، قطر ازبکستان، مسکو او نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې ښې پایلې او لاسته راوړنې يې لرلې.
مجاهد څرګنده کړه چې له ایران لوري سره د افغانانو د تګ راتګ، ترانزیتي مسئلو او زیاتو تعاملاتو په اړه خبرې وشوې چې یاد هېواد د همکارۍ ژمنه وکړه. دغه راز د طالبانو اسلامي امارت پلاوي دوست هېواد قطر ته سفر وکړ چې له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې، همکارۍ او اړیکې ډېرې مهمې دي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ ازبکستان ته د طالبانو اسلامي امارت د پلاوي په سفر کې له دغه لوري سره د سرحدي امنیت، د ګمرکي تعرفو د کمښت او د ترانزیت په برخه کې سوداګرو ته د زیاتو آسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې او دغه سفر ښې لاسته راوړنې درلودې، دغه راز ازبکستان ژمنه کړې ده چې د برېښنا لګښت یوڅه پور به معاف کړي او د پاتې پور د ورکولو موده به وغځوي او د اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه چې هېواد ته ډېر اقتصادي ارزښت لري، د همکارۍ ژمنه وکړه.
د طالبانو د اسلامي امارت ویاند همدارنګه مسکو ته د دوی د پلاوي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د مسکو په فارمټ غونډه کې د درېو مهمو مسئلو یادونه وشوه: د افغانستان د اوسني امنیت ساتنه، د افغانستان د خلکو د کنګل شویو پیسو آزادېدل او د افغانستان د نوي نظام ملاتړ او له نورو هېوادونو سره د اړېکو ټینګښت.
هغه څرګنده کړه چې له پاکستان سره د افغانانو د تګ راتګ په خاطر د دروازو خلاصېدل او ترانزیتي مسئلې شریکې شوې دي چې دغه ستونزې تر یوه بریده حل شوې دي او نورې به يې ډېر ژر حل شي.
مجاهد په قطر کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د طالبانو د پلاوي د کتنې پایلې مثبت وبللې او څرګنده یې کړه چې دغه هېواد د افغانستان د وچو میوو په صادراتو کې له افغانستان سره همکاري کوي.
ذبیح الله مجاهد په قطر کې د امریکا په ګډون د ۱۴ اروپايي هېوادونو له سفیرانو سره د دوی امارت د پلاوي غونډه یوه مهمه سیاسي غونډه یاده کړه او ویې ویل چې په دې غونډه کې طالبانو په سیاسي برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې هغوی د همکارۍ او تعامل ژمنه وکړه.
ذبيح الله مجاهد د ټاپي پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغې مهمې پروژې کار په ډېر ژر پیل شي او د نورو اقتصادي ښيګڼو ترڅنګ به ۱۲ زره کسانو ته په دوامدار ډول د کار زمینه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...