جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ايران خراسان ته سږ کال تر ۵۰ ميليونه ډالرو پورې افغان...

د ايران خراسان ته سږ کال تر ۵۰ ميليونه ډالرو پورې افغان پانګه لېږدول شوې

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهمه) د ایران د خراسان ولايت چارواکو ويلي، چې هلته تر ټولو ډېره پانګونه افغانانو کړې او لا هم د دوی پانګونې دوام لري.

د خراسان د پانګونې د جلبولو ادارې عمومي رئيس مهدي تقوایي ويلي، چې دا مقام افغان پانګوالو سږ کال خپل کړی دی.

 ويل شوي، چې سږکال په دې ولايت کې د ۵۰ میلیونه ډالرو بهرنۍ پانګونه تصويب کړې، چې له دې څخه تر ۸۰ سلنې پورې پانګونه افغانانو ورته کړې ده.

ايراني مقام ويلي، چې نورو ولايتونو کې هم د افغانستان د پانګوالو د پانګونې جذب ته هڅې چټکې شوي او اسانتياوې په زیاتیدو دي.

ايراني رسنيو ويلي، چې پر خراسان سربېره په نورو ښارونو کې یې هم د افغانستان د پانګوالو پراخې پانګونې جذب شوي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، له افغانستان څخه د پانګې د تېښتې کچه هم اوج ته رسېدلې ده.

طالبانو د خپلې واکمنۍ اړوند لیدلوري او پروګرامونه په ټوله کې نه دي روښانه کړي او د نورو لاملونو ترڅنګ دا سربداله وضعيت د پانګې د ويستو سبب شوی دی.

ايران، چې بد اقتصادي وضعيت سره لاس و ګریوان دی، له افغان پانګونو سره د خپل ترینګلي وضعيت ښه کيدو ته هيله من دی.

1 COMMENT

  1. یومتل دی چه یو کس له لوږی ژرنده څټله ، بل بیا د هغه …… څټله چه په ګندګی یی موړشی ، دا سرمایه هم زیاتره د هغو غلو ده چه له هیواد سره یی خیانت سره سره پیسی هم غلا کړی او نورو هیوادو کی یی پټی کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب