Homeخبرونهد سلګونو پناه غوښتونکو بیړۍ د یونان ساحل ته ورسېده

د سلګونو پناه غوښتونکو بیړۍ د یونان ساحل ته ورسېده

تاند(یکشنبه، د عقرب ۹مه) یوه باري بېړۍ، چې د ترکیې بیرغ پرې لګېدلی او ۳۸۲ پناه غوښتونکي پکې سپاره وو، په خوندي ډول نن سهار وختي د یونان د یوه ټاپو ساحل ته ورسېده.

دا بېړۍ، چې اکثره سپرلي یې افغنان دي، دوې ورځې وړاندې په ایجې سمندرګي کې بې درکه شوې وه.

د یونان د مهاجرت وزارت نن وویل چې د ترکیې مراد ۷۲۹ بیړۍ په (Kos) ټاپو کې د یونان د ساحل ساتونکو له لوري ونیول شوه.

یونان اروپايي هیوادونو ته د افغان، سوري، عراقي او ایراني پناه غوښتونکو لومړنی ټپال دی. اکثره پناه غوښتونکي د ترکیې له خاورې لومړی یونان او بیا د لوېدیځې اروپا په لور ځي.

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، اکثره اروپايي هیوادونه اټکل کوي چې د ۲۰۱۵ په شان به د کډوالو سېل د دوی په لور ورمات شي.

په ۲۰۱۵ کې، له افغانستانه د ناټو او امریکا د محاربو ځواکونو له وتلو وروسته څه باندې یو ملیون کډوالو، چې لویه برخه یې د افغانانو او سوریه والو وه، اروپا ته پناه یووړه.

یونان د جمعې په ورځ د دې بېړۍ په اړه، چې نن د یونان ساحل ته ورسېده، له ترک چارواکو وغوښتل چې اجازه ورکړي څو دوی یې بېرته ورستنه کړي.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د درو ماشومانو په ګډون ۴ پناه غوښتونکي هغه مهال مړه شول چې بېړۍ یې له ترکیې څخه د یونان خوا ته په لاره کې ډوبه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...