Home+د هوږې د بد بوۍ مخه څنګه ونیسو؟

د هوږې د بد بوۍ مخه څنګه ونیسو؟

تاند – هوږه یا سیر ډېرګټور دی. حضرت رسول اکرم (ص) فرمایلي چې د سفر په وخت یا نوي ځای ته د رسېدو په وخت هوږه او پیاز خورئ.دا دواړه انټي بایټک خاصیت لري.

هوږه د وینې د لوړ فشار د مخنیوي لپاره هم ډېر ګټور دي. خو له ډېرو نورو ښو خواصو سره سره بد بوی یې چې وروسته د استعمالوونکې له خولې وځي، د نه زغملو وړ دی.

خو اوس سایسنس پوهانو د دې بد بوۍ د مخنیوي لپاره دا کشف کړې چې که د هوږې له خوړلو وروسته یو ګیلاس شیدې وڅښئ له خولې به مو بد بوۍ نه ځي.

د فوډ ساینس مجلې د راپور له مخې په شیدو کې موجود غوړ او اوبه د هوږې بد بوۍ کمولی شي.

د ساینس پوهانو په وینا د هوږې بد بوۍ هغه وخت لا ښه شڼډېدلی او مخنیوی یې احساس کېدلی شي چې هوږه او شیدې یوځای وخوړل شي.

هوږه پر نورو ګټو سربېره د هغو کسانو لپاره ډېر ګټور دي چې په لندبلویا مرطوبو سیمو کې اوسي ځکه چې دا سبزي د روماتیزوم په شان د مفصلي ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...