دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکرزی: د نجونو د زده کړو او د ښځو د فعال حضور...

کرزی: د نجونو د زده کړو او د ښځو د فعال حضور لپاره به قاطعانه هڅې کوم

تاند:( شنبه، د قوس شپږمه)‏‏ د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې په هېواد کې د ښځينه وو د زده کړو د بيرته پيل او په دولتي او نورو برخو کې د هغوی د فعال حضور لپاره به قاطعانه هڅې وکړي.

نوموړي په يوه ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وويل، چې له دې پرته افغانستان هوسا، باعزته او با افتخاره هېواد نه شي کيدای.

د ښاغلي کرزي په خبره ممکنه نه ده، چې د ښځو له فعال ګډون پرته افغانستان سوکاله او روښانه راتلونکی ولري.

هغه روښانه نه کړه، چې د دغه حذف شوي رول د بيرته فعالولو لپاره به يې قاطعانه هڅې څه ډول ترسره شي؟.

دغه پخواني ولسمشر يو ځل بيا د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته له طالبانو د خپل ملاتړ ننګه وکړه او ويې ويل، چې په کابل کې د ګډوډۍ د مخنيوي لپاره يې هېواد نه د ولسمشر غني له وتو وروسته طالبان کابل ښار ته وبلل.

حامد کرزي ادعا وکړه، چې له دې کار پرته کابل بد وضعيت سره مخ کيده.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره، څه باندې سل ورځې کيږي چې د افغانستان شاوخوا ۴ ميليونه ښځينه محصلانې او متعلمانې د طالبانو په امر له زده کړو محرومې شوي دي.

سربېره پر دې په لسګونه زره ښځينه دندو ته له ورتلو هم محرومې او سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د ښځو چارو وزارت هم طالبانو لغوه کړی او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی جوړ کړی وزارت يې په ودانۍ کې فعاله کړی دی.

د طالبانو د دغو اقداماتو پر ضد د افغانستان په مختلفو برخو کې بيا- بيا ښځينه فعالانو اعتراضونه هم کړي دي.

طالبانو ظاهرا د ښځو د زده کړو مخالفت نه دی کړی او ویلي، چې د لازمو شرايطو له رامنځته کولو سره به ښځو ته د کار او زده کړو حقونه بيرته ورکړي، خو دا څرګندونې يې د ملي او نړيوال قناعت په ورکولو نه دي بريالي شوي.

3 COMMENTS

  1. کرزی که رښتیا! دتعلیم او تربیې په اهمیت پوهېدلی دهلمند او لوی کندهار دتعلیم او تر بیې ننګه به یې کړې وه . اوس به ګل مرجان او فراری ډاکتر په افغانستان داچم نه کاوه چې درهبری لابیتوب یې دنړیوالو اهسته برو شو جبهه مقاوومت………..
    کررررررررر دزده کړو وژونکی او د هلمند کندهار لوی جنایت کار. دامرخیل عقل هم پونده کې ده یو چا غریب سړی په کلی کې نه پرېښود خو ده ویل چې خر مې دخان کره وتړه. امرخیل هم یو کاسه لیس تیوریسن خان شمیری دی خپل خان مهم کوی اوخپه کېدل یی هم ورته مهمه ښکاری.خدای دغرق کړه اماتوره .

  2. دا کرزی کثیف هم خبری کوی، قسم ده که دشرم په نامه سه پیژنی، دی داسی فکر کوی چه ګواکی ده هيځ جرم او ګناه نده کړی. اخ اخ عفوی سه سه مجرمینوته د نجات ورکړ.

  3. کرزی وایی:
    نوموړي په يوه ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وويل، چې له دې پرته افغانستان هوسا، باعزته او با افتخاره هېواد نه شي کيدای.
    د ښاغلي کرزي په خبره ممکنه نه ده، چې د ښځو له فعال ګډون پرته افغانستان سوکاله او —روښانه راتلونکی ولري.
    تاسې وګوری کرزی مکار اوس هم د بی بی په خره سپور دی .سی ته یې وویل ما نا داچې کرزی ځان باسوادو کې شمیری په غیرمستقیم ډول دی هم د مرتجعې نړیوالې ټولنی مزدور دی داسې وخت کې و ړاندیز کوې چې ولس د انسانی فاجعې له ګواښ سره مخ دی . دهغې دیموکراتې ټولنې چې تر پرون پورې یو ه سفاک رژیم په تریلیون دالرو ساته خو نن داقتصادی او سیاسی ابزارو تر شا بشری مرستې تحریموی دې ته وایی نړیواله ټولنه.
    فلهذا سواد اورده کړې یوازې په لیکنې او دښځو په نوم سیاسی بغاوت نه دی.معلومیږی چې دا مکار دروغجن زوړ شو خودباعزته، هوسا او با افتخاره په ارزښت او مفهوم پوه نه شو .کوم خیانت چې کرزی له دې ولس سره کړی هیڅ منطقی عدالت یې نشی منلی.دکرزی مکاری خو یوماشوم هم درک کولی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب