دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکمتيار ط نه بدلیدو او لا توند دريځۍ ته وهڅول

حکمتيار ط نه بدلیدو او لا توند دريځۍ ته وهڅول

تاند:( شنبه، د قوس شپږمه)‏‏ ‏په داسې حال کې چې ډېری افغانان طالبان له ملت او نړۍ سره د ښه تعامل او ټولمنلي حکومت لرلو لپاره نرمښت ته هڅوي، د دوی يوه پخواني دښمن او اوسني متحد ګلبدين حکمتيار ورته د لا نورې توند دريځۍ مشورې ورکړي.

حکمتيار په تازه څرګندونو کې طالبانو ته ويلي، چې افغانستان د پخواني اردو په شان لويې اردو ته اړتيا نه لري.

هغه دغه راز ويلي، چې په کابل کې دې طالبان پ هغو هېوادونو بالمقابل په خپلو پلازمېنو کې د طالبانو د سفارتونو پرانيستل ومني، کوم سفارتونه چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د حزب اسلامي مشر دغه راز ويلي، چې طالبان دې پر رسنیو قیودات وضع کړي، ځکه د ده په وينا د رسنيو په نشراتو کې کوم بدلون نه معلوميږي.

طالبانو د حکمتيار دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې د کوچني پوځ جوړول د پاکستان له همېشنيو غوښتنو څخه وه، چې مطرح کیده.

 د نورو دلايلو تر څنګ یې عمده دليل دا ښودل شوی چې پاکستان د افغانستان پوځي تجهيزات او وسلې غواړي قبضه کړي.

د حکمتيار نورې غوښتنې هم طالبانو ته په تر ټولو بحراني حالاتو کې لا مشکل زيږونکي ګڼل کېږي او باور دا دی، چې هغه په ظاهرا ښه نیت ښودلو سره طالبان له ګړنګونو غواړي وغورځوي.

ګلبدين حکمتيار، له تېر جمهوري نظام سره تر سولې وروسته طالبان د پردۍ او حرامې جګړې مخته وړونکي ګڼل، په پراخې افغان وژنې يې تورنول او د جګړې د ناروا والي په اړه يې بيا- بيا مناظرې ته ننګول.

5 COMMENTS

  1. نه پوھيږم چي تاسو ولي دحکمتيار د خبرو په وړاندي د ھروخت په ښان منفي غبرګون شودلی دی•
    د حکمتيار د جمعه ورځي خطبې خبرې مې د ر سنيو له لاري په ږوندۍ بڼه واوريدې, ماته خو د ده په خبرو کي داسي ټکی وا نه وريدل چي زمونږ د وطن او ملي ګټو سره په ټکر کي وي•
    حکمت يار ويلي دي : د ملي اردو په اړه چي بايد په واقعي معنی سره ملي او د حکوت تر وسه پوره وی , پرديپاله نه وي جوړه شي او دا چي بايد ګاونډې او نوري نړۍ ھيوادونه که غواړي سفارتونه پرانيزي نو د international protocol او معيارونو ته په درناوي سره دافغانستان حکوت په رسمي توګه وپيږني او سفارتونو ته يې رسما” په خپلو ھيوادونو کي د فعاليت اجازه ورکړي •
    محترم تاند اداره بايد دي ټکي ته پما ملرنه وکړي ھغه داچي:
    له لوړوشخصيتونوسره تل اودزمانی په ھر پړاو کي ھمداسی کيږي, د دوی لوړو ځانګړتياوو ته په پام سره دټولنی صالح او ھوښيار خلګ ددوی ډرناوی کوي خو دپريوتي ښخصيت خاوندان او مفسدين يې د ھمدغو خصلتونوپه وجه مخالفت ته ملا تړی.
    په مينه
    علي خان

  2. دغه مرتد لکه سي دده مور پنجابۍ وه دی هر د پنجاب لپاره کوي. طالب خو جاهل دي سي مرتد ته امامت ورکړ. که هیبت کاکو ژوندئ وي ولي ورته د ک-ر او ابوجهل نه کاروي؟ زما په اند د غول بوی دین بخت برابر ده هیبت کاکو په هدیره کې ده که وای اوس به یې دده سابه ورپه مالګي کړي وه. د هیبت کاکو په ځای امرونه او د ملایانو چړیانو مقررۍ باجوه کاکو کوي ځکه حکمتغار خبیث داسي مست غومبر وهي.

  3. علي خانه دغه ستا نظر ده هر څوک سي په حکمتغار پسې اقتدا کوي د هغه اقتدا په ابلیس پسې ده. دغه مرتد له زیږدو د خپل هیواد او ولس دښمن او د پنجاب د ګټو لپاره خطبې وايی لعنت په دغه مرتد خنزیر

  4. درنو وروڼو، خصوصاً ځوانانو !
    بی حوصله کیږئ مه. تاسو د افغانستان په ډیرو بدو شرایطو کی رالوی شوی یاست. افغانستان له یوی ازموینی تیریږی، ډیرو ملتونو داسی ازموینه ورکړی ده. دا ازموینه قربانی غواړی او زموږ ډیرو ځوانانو قربانی ورکړه. د حکمتیار هویت به آخر ټولو ته معلوم شی، د ده هره خبره او حرکت به راتلونکی نسلونه تر څیړنی لاندی ونییسی . غنی ده ته ډیره حوصله وکړه او تاسی ولیدل چی هغه وخت یو څه سم شوی و ، پاکستان ته ډیر نه ته له دالو پرهیز شوی و، د جلال اباد پر حمله یی توبه وایسته او ویل یی دا کار راباندی حمیدګل وکه ملی بیرغ ته یی درناوی کاو ملی سرود ته پاڅید ډیره افغانی او اسلامی تربیه یی واخیسته، خو دغه دری میاشتی چی بیا د ISI تګ راتګ او روابط ورسره نږدی شو بیا دپنجاب هوا پې ولګیده خو طالبان دا رقم خلک ډیر ښه اصلاح کوی تاسی به یی وګورئ. هیله ده تاسی خپل افغانی عزت او وقار او اسلامی سیرت وساتئ دا ناپاک خلک آخر تصفیه کیږی طالبانو د ده کارونه ندی هیر کړی.

  5. وه تاندوالو! کور مو ډک شه له اموالو!
    دا د ګلبټک بن حسین احمد ولحمیدګل کوم بل عکس نه لرئ آرشیف کې؟ چې همدا شرمیدلي یي اچوئ کنه ټول یې همداسې شرمیدلی دي او د سپږن خييرن موتقی بن قریشي هم هههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب