تاند- د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې کیپتانې د بارسلونا کلب له مشر خوان لاپورتا سره د دغه کلب په مرکز کې ولیدل.
د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم کیپتانه فرخنده محتاج، چې اوس په کاناډا کې اوسي، په وروستیو کې د هسپانیا بارسلونا ته تللې وه او د دغه کلب له ريیس سره د کتنې ترڅنګ یې له هغه سره عکس اخیستی دی.
دا عکس د بارسلونا د نوي سرروزونکي په توګه د ژاوي د پېژندګلوۍ په ورځ اخیستل شوی دی او په همدې مناسبت لسم نمبر کمیس اغلې محتاج ته د سوغات په توګه ورکړل شوی دی.