دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+طا لبا ن خپل نظام ورانوي!/  شفیق الله مشال

طا لبا ن خپل نظام ورانوي!/  شفیق الله مشال

د روان کال د اګست په پنځلسمه د افغانستان شل کلن جمهوریت طا لبا نو د شل کلنې جګړې وروسته ونړاو، او طا لبا ن یو ځل بیا په کابل واکمن شول.
خو د طا لبا نو واک ته په رسیدو سره دوی ځینې داسې ګامونه واخیستل چې د جمهوریت په دوران کې پر رالوي شوي/ شوې پیغلې او ځوانان په عموم کې د ټولنې په هر قشر باندې یو څه سخت تمامیږي.
که طا لبا ن ځینو شیانو ته پاملرنه ونه کړي ښايي دوی خپل نظام په خپله وران کړي.
د طا لبا نو په رتګ سره دوی عمومي عفوه اعلان کړه، او خپلو ټولو جنګیالیو ته اعلان وکړ چې هېڅ څوک نه شي کولي چې له چا غچ واخلي.
د دوی له عمومي عفوې سره سر په ځینو ځایونو کې د طا لبا نو د ټیټې کچې غړي راولاړیږي د تېر حکومت د پوځي کسانو او نورو کارکوونکو کورنه پلټي، ځوروي یې حتی په مرګ یې ګواښي.
په ځینو ځایونو کې طا لبا ن د خلکو شخصي حریم ته لاس اچوي، د خلکو موبایلونه ګوري.
بله تر ټولو سخته حساسه موضوع د ملي بیرغ، ملي سرود او نورو ملي افتخاراتو د له منځه وړلو ده، د طا لبا نو واک ته په رسیدو سره سم په ولایتونو او کابل کې ملي بیرغ راښکته شو.
چې دغه کار خلک سخت د طا لبا نو څخه نارضه کړل، حتی په ځینو ولایتونو لکه خوست، ننګرهار او کونړ کې د طا لب جنګیالیو سره د خلکو له لوري د ملي بیرغ پر سر نښتې هم وشوي چې په دغه نښتو کې مو شهیدان هم درلودل.
د ښځو تعلیم یا ښوونځیو ته د نجونو نه پریښودل طا لبا ن چې کله واک ته ورسیدل، دوي د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو په زده کړو باندې بندیز ولګوه چې تر نن پورې نجونه بې سرنوشته دي.
د ښځو په کار باندې بندیز ولګول شو، هغه نجونې چې کار ته تللې او خپل ژوند یې په خپله مخته وړ نن له سخت حالت سره مخامخ دي.
په موقفونو باندې د ملایانو ګمارل، تراوسه چې څومره ګمارنې د طا لبا نو له لوري شوي ټول هغه څوک دي چې د طا لبا نو سره په فکر او لار کې یو ځای دي، یعنې له دوی سره یې په تېره شل کلنه مبارزه کې برخه اخیستې ده،
په ټولنیزو او نورو رسنیو کې د طا لبا نو له لوري د ټولنې په هغه برخه خلکو چې په تېر حکومت کې یې کار کړی یا یې د فکر لارویان وي، یا یې پکې زده کړې کړي په بېلابېلو نومونو یادول.
که طا لبا ن د غچ اخیستلو، د خلکو شخصي حریم ته د لاس اچولو څخه ډډه ونه کړي.
او د ملي بیرغ، ملي سردو او ملي افتخاراتو او ملي مشرانو درناوی ونه کړي.
ښځې کار او تعلیم ته پرېنښودل شي. او په ټولنیزو رسنیو او نورو ځایونو کې د تېر حکومت خلک په بېلابېلو نومونو چې هغه بد القاب دي یادوي.
که طا لبا ن پورته او ورته نورو مواردو ته پاملرنه ونه کړي ښایي ولس ورڅخه واټن واخلي.
هر کله چې ولس ورڅخه نارضه کیږي، نو هغه حکومتونه چې د ولسونو خوښه پکې نه وي ډېر ژر له منځه ځي.
او بل تر ټولو جدي ګواښ د سیمې او نړۍ هغه هېوادونه او وسلوالې ډلې دي چې په دغه خاوره د شر غوښتونکي دي.
د دوی لپاره یوه موقع به وي چې د افغانستان هغه خلک چې د طا لبا نو څخه نارضه دي، له دغه موقع څخه ګټه پورته کوي او د خپلو ناوړه موخو لپاره یې استعمال او وکاروي.

نو طا لبا نو ته په کار ده چې د لوی صبر او زغم څخه کار واخلي، او ولس پر ځان راټول کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب