دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهتالقان ته نیږدې نن سهار زلزله شوې ده

تالقان ته نیږدې نن سهار زلزله شوې ده

تاند:( شنبه، د قوس شپږمه)‏‏ ‏د هند د ځمکپېژندنې ادارې د افغانستان د شمالي ولایت تخار مرکز تالقان ښار ته نیږدې د زلزلې خبر ورکړی.

دغې ادارې ویلي، چې یاده زلزله نن سهار د افغانستان په وخت ۶:۳۷ دقیقې شوې او شدت یې د ریختر په کچه ۴،۴ درجې وه.

ویل شوي، چې د زلزلې مرکز د تالقان ښار په ۵۳ کیلومترۍ کې و.

تراوسه له دې زلزلې څخه د زیانونو د اوښتو په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

د دې زلزلې د ځاني او مالي زیانونو په اړه لا کومه وړاندوینه هم نه ده شوې.

ځایي خلکو او رسنیو په دې تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ډېرې زلزلې معمولاً د هندوکش غرونو په لړۍ کې وي، چې ډېر ځله ترې د ځاني زیان راپور نه ترلاسه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب